شاته

هند، چین او روس افغانستان کې په حالاتو او د نشۍ توکیو د قاچاق په اړه تشویش څرګند کړی

روس، چین او هندوستان په افغانستان کې د خرابېدونکي بشري وضعیت او د هېواد څخه د نشۍ توکیو د قاچاق په اړه تشویش څرګند کړی دی.

د دریو واړو ملکونو خارجه وزیرانو د جمعې په ورځ په انلاین بڼه يه درې اړخیزه غونډه کې د افغانستان په شمول په یو شمېر نورو موضوعاتو خیرې وکړې.

د وي او ای رپورټ وايي د اګست په میاشت کې د مغربي ملکونو په ملاتړ د افغان حکومت د نسکورېدو او طالبانو د بیا واکمنېدو وروسته افغانستان د سنګین اقتصادي او بشري بدحالۍ سره مخامخ شوی دی.

مولوي امیر خان متقي
مولوي امیر خان متقي

د روس خارجه وزیر سرګی لاوو رو، د هندوستان خارجه وزیر اېس جی شنکر او د چین خارجه وزیر وانګ يي د خبرو وروسته په مشترکه بیان په افغانستان کې په حالاتو تشویش څرګند کړی شو.

خارجه وزیرانو وغوښتل چې افغانستان سره دې بغیر د خنډ په بېړنۍ توګه مرسته وکړی شي.

په مشترکه اعلامیه کې د دریو واړو ملکونو خارجه وزیرانو په طالبانو هم غږ وکړو چې د نړیوالې ټولنې غوښتنې دې ومني او د ملګرو ملتونو د قراردادونو احترام دې وکړي چې په غېر مستقیم ډول دې خبرې ته اشاره ده چې طالبان دې د مېرمنو او د اقلیتونو ترڅنګ د افغانانو د انساني حقونو احترام وکړي او ټول شموله حکومت دې جوړ کړي، د ترهګرۍ او نشۍ توکیو د قاچاق په ضد دې ګامونه واخلي.

نړیوالې ټولنې د طالبانو په موقتي کابینه کې د مېرمنو په نېشتوالي تنقید کړی دی او طالبانو د واکمنېدو نه پس په کابل کې مېرمنو د خپلو حقونو د تحفظ دپاره ګڼ شمېر مظاهرې کړي دي.

د انساني حقونو فعالانو اندېښمني څرګنده کړې چې د مېرمنو او انساني حقونو په برخه کې چې په تېرو شلو کلونو کې کوم پرمختګ شوی طالبان یې په شا بوتلل غواړي.

د روس، چین او هندوستان خارجه وزیرانو په خپلې مشترکه اعلامیه کې ژمنه وکړه چې د نشۍ توکیو خلاف به هلې ځلې کوي او ویې وېل چې افغانستان څخه د نشۍ توکیو سمګلنګ نه یوازې د سیمې امن او امان ته لوی خطر دی بلکې ترهګرو ډلو ته مالي وسایل هم لاس ورکوي.

د امریکې او طالبانو په قطر کې خبرې

د وي او ای رپورټ وايي د ماسکو، بېنجنګ او نوي دلي د افغانستان په اړه په داسې حال کې خبرې کړي چې امریکا او طالبان د خالي، شنبې، په ورځ په قطر کې د خبرو نوي دوره شروع کوي.

د دوو ورځو په دغو خبرو کې به د افغانستان دپاره د امریکې استازی تامس وېسټ د امریکايي پلاوي مشري کوي او د طالبانو خارجه وزیر مولوي امیرخان متقي به د طالبانو د پلاوي مشر وي.

د طالبانو د خارجه وزارت ترجمان ویلي متقي به د 27 نومبر نه تر د 29 نومبر پورې د قطر په سفر وي.

د طالبانو د خارجه وزارت ترجمان وویل طالب استازي به امریکايي چارواکو سره په سیاسي مسلو، منجمدو اثاثو، بشري مرستو، تعلیم، صحت، امنیت، په کابل کې د سفارتخانو د بیا پرانېستل کېدو او په نورو اړونده موضوعاتو خبرې کوي.

د انساني حقونو او د ترهګرۍ په اړه د تشویش په سر امریکې او نورې نړیوالې ټولنې طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي، افغانستان سره یې غیر بشري امداد تړلي او دافغانستان اثاثو ته یې د طالبانو رسايي ځنډولي ده.

که څه هم طالبانو غوښتلي چې د افغانستان منجمدې اثاثې دې ورته ورکړی شی خو ټامس وېسټ د نهې، سه شنبې، په ورځ وي او ای ته وویل امریکې دپاره داسې کول دومره اسانه هم نه ده. هغه وویل د دغو پېسو د انتقالېدو په لاره کې "پېجیده قانوني وجوهات او عدالتي وجوهات" موجود دي. ټامس وېسټ زیاته کړه چې د امریکې نه بهر هم د افغانستان دوه بېلین ډالرو مالیت اثاثې پرتې دي چې هم د دغو وجوهاتو له امله نشي انتقالېدلی.

ناقدین او امدادي کارکوونکي وايي د بندیزونو له امله افغانستان د اقتصادي بدحالۍ او بشري ناورین سره مخامخ شوی چې بنیاد یې په ملک کې د کلونو راهسې جنګونو، غربت، وچکالۍ او په پراخه کچه اداري فساد کې دی.

د ملګرو ملتونو د اندازې ترمخه 23 مېلین افغانان چې د هېواد د 60 فیصد نه زیاته ابادي جوړیږي د خوراک سخت کمي سره مخامخ کېدلی شي که چېرې په بېړنۍ توګه ورسره امداد ونشي.