شاته

خېبرپښتونخوا: په کوز دير کې يو جج د جينۍ سره د جنسي تيري په تور نيول شوی

د خېبرپښتونخوا په کوز دير ضلع کې يو جج (سينير سېول جج) د جينۍ سره د جنسي تيري په تور نيول شوی، عدالت یاد جج پوليسو ته د يوې ورځې په بدني ریمانډ ورکړی او نن د خالي/ شنبې په ورځ به بيا عدالت ته وړاندې کولی شي.

د کوز دیر په بلامبټ تاڼه کې په 25 نومبر درج کړی شوي اېف ايي ار کې ويل شوي چې د پېښور سره تلق لرونکې دعا نومې جينۍ ويلي چې محمد جمشېد کنډي نومې تن چې ځان يې سينير سېول جج بلامبټ کوز دير معرفي کولو، درې میاشتې وړاندې يې د هغې د خور نه 15 لکه روپۍ غوښتي چې نوکري به ورته ورکړي، او دوی ورته بيا دغه پېسې برابر کړي او زيورات يې ورته وکړي خو بيا چې دوی د جج نه تپوس کړی هغه ورته په جواب کې ويلي، چې د خور نوکري يې د لاسه وتې ده.

دعا تور لګولی جج ورته ویلي چې هغه دې ورسره بلامبټ ته لاړه شي هغه به ورته زيورات حواله کړي، او هغه ورسره بيا په سرکاري ګاډي کې بلامبټ ته تللې او هلته ورته جج د جنسي تيري خواهش څرګند کړی او په انکار کولو ورسره جج په زوره جنسي تیری کړی او زيورات يې هم نه دي ورکړي.

د نوموړي جج پرضد د پاکستان پېنل کوډ (پي پي سي) 376 مادې لاندې درج کړی شوې، هغه نيول شوی او عدالت ته وړاندې کړی شوی دی. د قانون پوهان په وېنا دغه ماده د زنا بالجبر ماده ده او سزا يې 14 کاله بند دی.

وي او اې ډيوه ته د بلامبټ تاڼې اېس اېچ او فضل غفور وايي، په مقدمه کې د جنسي تيري مالومولو د طبي معاينې د لارې مالومولو دپاره د ډي اېن اې نمونې اخستل شوي خو دعا تور لګولی چې د هغې سره جنسي تيری شوی دی ځکه مقدمه درج کړی شوې ده.

هغه وویل ياد جج چې پلټنې ترې روانې دي، نن د خالي/ شنبې په ورځ به بيا عدالت ته وړاندې کولی شي.

د کوز دير د ضلعي وکيلانو مشر شاه فېصل يوسفزی وايي، وکيلانو پرون غونډه کړې او قرارداد يې وړاندې کړی چې د دغه مقدمې دې سوتره پلټنې وشي او قصور وار چې هر څوک وي هغه ته دې سزا ورکړی شي.

نوموړي وويل د جج دپاره تراوسه وکیل نه دی نيول شوی ځکه چې دا مقدمه لا د پوليس سره ده نن که عدالت هغه (جج) جېل ته ليږي د هغې وروسته به بيا وکیل نيول کيږي.

هغه تاييد کړه چې سينیر سېول جج محمد جمشېد کنډي د پېښور هایکورټ معطل کړی دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​