شاته

کابل کې سلګونه نجونو د افغان-ترک په ښوونځیو کې د شمول ازموینه ورکړه

شااوخوا ۳۵۰۰ زده کوونکو پرون جمعه (د لېندۍ ۵مه)په کابل کې د افغان- ترک په ښوونځیو کې چې د زده کړو د کیفیت له پلوه شهرت لري د شمول ازموینه ورکړه.

رویټرز خبري اژانس په کابل کې د افغان ترک ښوونځي د یوه مسوول له قوله لیکي چې وايي، د ټولو ۳۵۰۰ زده کوونکو په سلو کې نژدې ۴۰ نجونې دي.

د ترکيې په سفارت کې د تعلیمي برخې قونسل وویل چې د افغانستان په شمال او ځینو نورو سیمو کې اوس مهال د نجونو لېسې پرانیستې دي.

چنګیز ادمیر رویټرز خبري اژانس ته ویلي دي چې ترکیه د افغان نجونو د زده کړې په برخه کې مرستې ته ژمنه ده: "طبعاً موږ غواړو چې ټولې نجونې زده کړې وکړي. دا زموږ د ولسمشر او زموږ د حکومت هیله ده. موږ غواړو له ټولو افغان وګړو سره مرسته وکړو. دوی له موږ سره مرسته وکړه چې په هرات او غور کې خپل ښوونځي پرانیزو. همدا راز په شمال کې زموږ ښوونځي پرانیستي دي."

طالبانو تراوسه له اووم د لوړو ټولګیو زده کوونکو نجونو ته د تعلیم رسمي اجازه نه ده ورکړې، خو ژمنه یې کړې ده چې د را روان کال له پیله به نجونې ښوونځیو او پوهنتونونو ته ولاړې شي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي تېره شپه ازادي راډیو ته وویل چې د لوړو ټولګیو د زده کوونکو نجونو د تعلیم لپاره له اسلامي اصولو سره سم پر یوه طرح کار روان دی.

کریمي زیاته کړه: "د خویندو د تعلیم او د نجونو د تعلیمي مرکزونو د بیا پرانېستو په اړه پر یوه طرح چې له اسلامي اصولو سره سمون ولري، کار روان دی څو په ټول هېواد کې زموږ خویندې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي."

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وویل د لوړو ټولګیو د زده کوونکو نجونو د تعلیم لپاره له اسلامي اصولو سره سم پر یوه طرح کار روان دی.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي وویل د لوړو ټولګیو د زده کوونکو نجونو د تعلیم لپاره له اسلامي اصولو سره سم پر یوه طرح کار روان دی.

د طالبانو له دې ژمنې سره- سره د ښځو د حقونو ځینې فعالان د افغانستان په راتلونکي کې د نجونو د برخلیک په اړه اندېښمنې دي.

د نجونو د زده کړو فعاله او ژورنالېسته فوزیه وحدت وايي، دې ته د افغانستان د نجونو راتلونکې ډېره روښانه نه ښکاري: "زه د اسلامي امارت د دې اقدام چې نجونو زده کوونکو ته یې اجازه ورکړې چې په ازموینه کې برخه واخلي او ژمنه ورسره شوې چې په راتلونکي تعلیمي کال کې به ښوونځیو ته ولاړې شي هرکلی کوم، خو طالبانو د سلو ورځو په تېرېدو سره متاسفانه هغه طرح وړاندې نه کړه چې ژمنه یې کړې وه چې د زده کوونکو لپاره به ښوونځي پرانیزي او د نجونو ښوونځي خلاص نه شول. زه په هېڅ صورت خوشبینه نه یم چې دوی به په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي."

د نجونو د زده کړو فعاله او ژورنالېسته فوزیه وحدت
د نجونو د زده کړو فعاله او ژورنالېسته فوزیه وحدت

د افغان- ترک د تعلیمي بنسټ رییس صالح ساغر رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته دوی، د خپلو ښوونځیو په تعلیمي نصاب کې یو لړ بدلونونه راوستي دي او په دې ترڅ کې یې د طالبانو د غوښتنې له مخې د موسیقۍ، تیاتر او نڅا زده کړې له نصابه اېستلې.

ښاغلی صالح وايي چې افغان ترک بنسټ د کوربه هېواد اصولو او کلتور ته درناوی کوي او زیاتوي چې دا اوس په طالبانو پورې اړه لري چې دې مضامینو ته بیا اجازه ورکوي که نه؟