شاته

د ډاکټرشکیل افریدي صحت ښه نه دی، په زندان کې یې علاج نه کېږي، د هغه کورنۍ وايي

د القاعده د پخواني مشر اوسامه بن لادن په اېبټ اباد کې د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې د وژل کېدو وروسته نیول شوي ډاکټر شکیل افریدي کورنۍ ویلي د هغه صحت خراب دی او په زندان کې ورته د درملنې سهولت نه ورکول کېږي.

امریکايي چارواکي ډاکټر شکیل افریدي "هېرو" اتل بولي او د هغه د ازادۍ غوښتنه کوي.

په 2019 کې د هغه وخت د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ سره په واشنګټن کې د وزیراعظم عمران خان د ملاقات په اړه یو امریکايي چارواکي ویلي وو "ډاکټر افریدي زمونږ په ملک کې یو اتل (هیرو)‌ دي" ځکه چې هغه د ناین الېون حملو منصوبه ساز ته په رسای کې مرسته کړې ده.

د ډاکټر شکیل افریدي ورور جمیل افریدي د وایس اف امریکا اردو څانګې ته وویل چې د پنجاب په ساهیوال جیل کې بند ډاکټر شکیل افریدی د غاښونو، څرمنې او د ځینو نورو نارغو ښکار دی د غاښونو د تکلیف له امله خوراک سم نشي کولی.

جمیل افریدي وویل چې هغه د خپل ورور سره په رابطه کې دی او قریباً یوه میاشت مخکۍ ډاکټر شکیل افریدي خپل علاج کې اسانتیاد دپاره حکومت ته خواست لېږلی خو تر اوسه ورته څه ځواب نه دی ورکړی شوی.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه جمیل افریدي دعوه وکړه چې ورور یې په جیل کې د خطر سره مخامخ دی خو هغه دا وضاحت ونکړو چې هغه په څه بنیاد دغه خبره کوي.

په سیمه کې د انساني حقونو فعال زر علي خان افریدي غوښتلي چې ډاکټر شکیل افریدي ته دې طبي سهولتونه ورکړی شي. په فېس بک خپل یو پېغام کې زرعلي خان افریدي وویل چې د خپل صحت په اړه د ډاکټر شکیل افریدي شکایتونه نه اورېدل کېږي.

زرعلي خان افریدي وویل وېل کېږي چې د ډاکټر شکیل افریدي سره د جېل چارواکي "سخته او غیر انسانی" رویه کوي. هغه زیاته کړه چې شکیل افریدي د خېبرپښتونخوا دی او هغه د پنجاب په زندان کې ساتل "غیرقانوني" ګام دی. زرعلي خان افریدي په لړ کې د فېس بک په خپل پېغام کې نور وضاحت وړاندې نکړو.

"; //parse XFBML, because it is not nativelly working onload if (!fbParse()) { var c = 0, FBParseTimer = window.setInterval(function () { c++; if (fbParse()) clearInterval(FBParseTimer); if (c === 20) { //5s max thisSnippet.innerHTML = "Facebook API failed to initialize."; clearInterval(FBParseTimer); } }, 250); } } }; thisSnippet.className = "facebookSnippetProcessed"; if (d.readyState === "uninitialized" || d.readyState === "loading") window.addEventListener("load", render); else //liveblog, ajax render(); })(document);

د 2011 د مۍ په دویمه نېټه په اېبټ اباد کې د اوسامه بن لادن د وژ‌ل کېدو وروسته نه پس پاکستاني چارواکو ډاکټر شکیل افریدی د جون په میاشت کې ګرفتار کړو. د 2012 د مۍ په 23 نېټه ډاکټر شکیل افریدي ته په قبایلي علاقو کې هغه وخت په ځای د انګریزانو د وخت اېف سي ار قانون دلاندې په مجموعي توګه 33 کاله د قید او د 23 لکه جرمانې سزا واورول شوه.

د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ترمخه ډاکټر شکیل افریدي ته دغه سزا یوې وسله والې ډلې (لشکر اسلام) سره د مالي مرستې او د ډلې د وسله والو د علاج کولو په الزام اورول شوې وه.

د ای پي د یو رپورټ ترمخه دغه کېس د سي ايي ای سره د ډاکټر شکیل افریدي په مبینه توګه د ښکېلیدو نه بېل دی او د دې په سر په هغه په رسمي ډول څه الزام نه دی لګول شوی یا پې مقدمه نه ده جوړه کړی شوې. ای پي وايي د اوسامه بن لادن درک معلومولو دپاره ډاکټر شکیل افریدي ماشومانو د وېکسین کولو "جعلي کېمپېن" چلولی و.

د اردو څانګې د رپورټ ترمخه د حکومت او د ډاکټر شکیل افریدي د اېف سي ار ترایبیونل هغه ته د سزا د فېصلې په اپیل د پېښور ډوېژن کمشنر د هغه په سزا کې کمی کړی و او په 2018 کې د فاټا په خېبرپښتونخوا کې د ضم کېدو نه پس د نورو کېسونو ترڅنګ د ډاکټر شکیل افریدي مقدمه هم پېښور هايي کورټ ته منتقل کړی شوه.

د وي او ای اردو څانګه په خپل رپورټ کې وايي د پېښور انتظامي کشمنر صاحبزاده محمد انېس چې د ډاکټر شکیل افریدي په سزا کې یې کمی کړی و د کال 2013 د اکتوبر په 16 نېټه په اسلام اباد کې د اور لګیدو په یوه "پراسراره" پېښه کې ووژل شوی او د 2015 د مارچ په میاشت کې د ډاکټرشکیل افریدي وکیل سمیع الله افریدی قتل کړی شو.

جميل افریدي
جميل افریدي

ډاکټرشکیل افریدی په 2018 کې د پېښور نه ساهېوال جیل ته منتقل کړی شوی دی.

د اردو څانګې د رپورټ ترمخه جمیل افریدي وویل ورور سره یې په جیل کې ډیر بد سلوک کېږي.

جیلونو دپاره د پنجاب وزیر فیاض الحسن چوهان سره چې وایس اف امریکا اردو څانګې د ډاکټر شکیل افریدي د ورور د شکایت په اړه رابطه وکړه نو اردو څانګه وايي ښاغلي چوهان خپل ټېلې فون بند کړو.

اردو څانګه وايي ډاکټر شکیل افریدي د صحت مسلو په اړه د خېبرپښتونخوا د حکومت اعلا چارواکو دریځ معلومولود دپار د بیا بیا رابطو ځواب ترلاسه نه شو او انتظامي مامورین په دې اړه خبرو ته تیار نه وي.

په تېر وخت کې د خېبرپښتونخوا د حکومت ترجمان کامران بنګش مطبوعاتو ته ویلي وو چې ډاکټر شکیل افریدي سره د قانون سره سم چلند کولی شي.

جمیل افریدي وویل په ساهېوال کې د ډاکټر شکیل افریدي سره رابطه ډیره ګرانه وي. هغه غوښتنه وکړه چې ډاکټر شکیل افریدي دې پېښور ته منتقل کړی شي.

یادونه: د وي او ای اردو څانګې دپاره دا خبر خبریال شمیم شاهد تیار کړی دی