شاته

ډبلیو اېچ او: په جنوبي افریقا کې د کرونا وایرس نوی قسم معلوم شوی

د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ورلډ هېلت ارګنایزېشن په جنوبي افریقا کې د کرونا وایرس نوی موندل شوی قسم د جمعې په ورځ د "اومي کرون" په نوم وبلل او ویې وېل دا د تشویش وړ دی او د وایرس د نورو قسمونو نه په زیاته چټکتیا خپرېدلی شي.

د رویټرز خبري ادارې ترمخه ډبلیو اېچ او د ماهرینو د یوې غوڼدې نه وروسته په خپل بیان کې وویل ابتدايي شواهد څرګندوي چې د کرونا وایرس د نوي قسم نه خلکو د ناروغه کېدلو خطر زیات دی.

ادارې وویل په تېرو څو هفتو کې په جنوبي افریقا کې د دې وایرس نه د خلکو د ناروغه کېدو شرح زیاته شوي ده.

رویټرز په خپل رپورټ کې وايي اومي کرون د کرونا وایرس پېنځم قسم دی چې دا ډول زیات خطرناک بلل شوی دی.

ډبلیو اېچ او وویل د کرونا وایرس دپاره موجوده پي سي ار ټېسټونه اومي کرون هم معلومولی شي.

د رویټرز ترمخه په جنوبي افریقا کې د اومي کرون د معلومېدلو وروسته برطانيي او يورپین یونین په خپلو سرحدونو څارنه سخته کړه او ساینس پوهان دا معلومول کې مصروف دي چې ایا د کرونا وایرس دا نوی قسم وېکسین ته مدافعت لري او که نا؟

ډبلیو اېچ او خبرداری وکړو چې په سفر په بېړنۍ توګه د پابندیو لګولو نه وړاندې دې د وایرس د نوی قسم د خطر اندازه دې ولګول شي او د ساینس په بنیاد دې په دې لړ کې دریځ خپل کړی شي.

د ډبلیو اېچ او ترجمان کرسچین لېڼدمایر په جنیوا کې خبریالانو ته وویل په دې کې به څو هفتې وخت لګې چې په کره توګه د اومي کرونا د خپرېدو، د دې د علاج او دا معلومه کړی شي چې ایا موجوده وېکسین یې په ضد کار کوي او که نا؟ ترجمان زیاته کړه چې خلک دې ماسکو لګول جاري وساتي، د زیاتې ګڼې ګوڼې ځایونو نه دې ډډه کوي، د ناستې پاستې ځایونه دې هواداره او د خپل ځان د صفايي خیال دې ساتي.

د ډبلیو اېچ او د بېړني حالاتو د څانګې مشر مایک راین د جنوبي افریقې د صحت ادارو ستاینه وکړه چې د کرونا وایرس د نوي قسم په اړه یې په وخت معلومات وکړل.