شاته

بریتانیا حماس یوه ترهګره ډله اعلان کړه

د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت د حماس فلسطیني ډله په بشپړه توګه د یو ترهګر سازمان په توګه ونوموله.

د بریتانیې د کورنیو چارو وز ارت د جمعې په ورځ نومبر ۲۶ (لیندۍ ۵) وویل چې له دې وروسته د حماس د ډلې غړي او هغوی چې ددې ډلې ملاتړ کوي تر ۱۴ کالو بند په سزا به محکوم شي.

له دې دمخه د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې پریتي پټېل ویلي وو چې د حماس ډله د ترهګریزو زده کړو د ځایونو او د پرمختللو تسلیحاتو ته د لاسرسي په ګډون پراخې تروریستي وړتیاوې لري.

میرمن پټېل د ترهګرې ډلې په توګه د حماس د پیژندلو طرحه ددې هیواد پارلمان ته وړاندیز کړه او اوس یې خپل هیواد د امریکا د متحده ایالاتو سره په یوه لیکه کړ. متحده ایالاتو په ۱۹۹۵ کې حماس د یو ترهګر سازمان په توګه پیژندلی و.

د حماس د ډلې پوځي اړخ (کتایب عزالدین القسام) چې پر غزه تړانګې حکومت کوي د ۲۰۰۱ کال راهیسې په بریتانیا کې پرې بندیز لګول شوی دی.

اسرائیل د بریتانیې دا اقدام ستایلی او ویلي یې دي چې حماس بې ګناه اسرائیلیان په نښه کوي او د اسرائیل بربادي غواړي.
خو حماس د بریتانیا دغه اقدام د فلسطین د خلکو او د هغوی د مبارزې د تاریخ په وړاندې جرم ګڼلی دی.

د روان کال د می په میاشت کې د حماس او اسرائیلي ځواکونو ترمنځ په ۱۱ ورځنیو نښتو کې د لسګونو ماشومانو په ګډون ۲۳۲ فلسطینیان، د اسرائیل په هوایي بریدونو کې ووژل شول او څه دپاسه ۱۵۰۰ تنه نور ټپیان شول. پدې جګړو کې د غزې څه دپاسه ۸۵زره اوسیدونکي له خپلو کورنو بیځایه شول.

په دغو نښتو کې همداشان د حماس په راکټي بریدونو کې لږ تر لږه د یو ماشوم په ګډون ۱۲ اسرائیلیان ووژل شول.