شاته

دایي ایم ایف شرطونو پوره کولو لپاره پاکستان نوی وړوکی بجټ وړاندې کوي

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې د پاکستان حکومت راتلونکي کال جنورۍ میاشت کې د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف له غوندې مخکې پارلیمان ته يو وړوکی يا مني بجټ وړاندې کوي چې پکې به ايي ایم اېف سره د کړو شرطونو منظوري ورکړل کېږي.

پاکستاني رسنۍ احتمال ښایي چې راتلونکو څو ورځو کې به مرکزي کابينه د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم اېف دغه شرطونه منظور کړي.

څېړونکي وايي که دا نوی مني بجټ ېا ترميمى مالياتي بل د پارليمان څخه منظور کړی شو نو ورسره به په هېواد کې بې روزګارى او ګراني لا نوره هم زیاته شي.

مطبوعات وايي چې په پټرولو باندې ډوېلپمنټ تېکس یا پرمختیایي مالیه به د راتلونکي جون دمیاشتې پورې 30 روپو ته رسول کېږي او حکومت د نړیوالې مالياتي ادارې د شرطونو په اساس غواړي چې د 350 ارب روپو نور ټېکسونه ولګوى.

د اقتصادي چارو کارپوهه او دپاکستان دخزانې پخوانی وزیر حفيظ پاشا وايي د نوي مالياتي بل یا منى بجت دمنظورۍ وروسته به هېواد کې د خلکو مالي حالت نور خراب شي خو هغه وایي چې د نړیوالې مالياتي ادارې څخه د پور ترلاسه کولو پرته بله لار هم نشته.

وي او ای ډيوه سره خبرو کې نوموړي وويل دې سره به په ګرانې او بې روزګارې کې هم اضافه وشي او زياتوي چې په راتلونکو څو اوونیو کې به د پاکستان مرکزى بینک لا نور خپلواک شي.

هغه وویل د بجلۍ او ګیس نرخونه به نور هم زياتېږي او په تېلو به د سیلز یا خرڅون ټېکس کې هم اضافه وشي.

هغه وايي په هېواد کې دا وخت د ګرانۍ کچه 9.2 فيصدي ده او د منى بجټ د پاس کیدو نه وروسته به دا کچه 17 فيصدي ته لوړه شي او هغه دا ګڼي چې د ګرانې له کبله به د خلکو مشکلات سېوا کېږي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې پاکستان د ايي ایم اېف نه د 1 بیلین ډالرو څخه د زيات پور قسط ترلاسه کولو په ترڅ کې د مالياتى ادارې پينځه شرطونه منلي دي او په راتلونکي مالياتى بل یا مني بجټ کې به د محصولاتو کچه د 5 زره او 829 ارب روپو څخه 6 زره او سل اربو روپو ته رسوي.

د اقتصادي چارو کارپوهه او خبريال مهتاب حیدر ډيوه ته وايي د ايي ایم ایف سره د پور نوي تړون کې حکومت په پينځوؤ شرطونه سلا شوی چې پکې مرکزي بینک ته خود مختاري ورکول، په ټېکسونه کې د استثنا ختمول، د بجلۍ ګیس او تېلو بېعې زياتول شامل دي.

هغه وايي حکومت هڅه کوي چې جنرل سېلز ټېکس کې ورکړې استثنا ختمه کړي.

هغه وايي له دې ټولو ګامونو پورته کولو وروسته دی ویلی شي چې د ګرانۍ کچه چې دا وخت نهه فيصدي ده دا به دوه چنده زیاته شي او ورسره به د بجلۍ نرخ هم زيات شي او حکومت به هره مياشت د پټرولو نرخ کې څلور روپۍ اضافه کوي.

د وزير اعظم عمران خان د خزانې مشير شوکت ترين کراچۍ کې مطبوعاتو سره خبرو کې وايي په راروان وړوکي بجټ کې نوې ټېکسونه نه لګوي خو زياتوي چې په ځنې څيزونو کې ورکړی شوې د ټېکس استثنا به ختموي.

حکومت مخالف سياسي ګوندونه په هېواد کې د اوسنۍ ګرانې پشا تر ټولو لویې علت د حکومت خرابې اقتصادي تګلارې ګرځوي او د مخالف مسلم لیګ( ن )ګوند ستر سېکتر احسن اقبال د حکومت او نړیوالې مالياتي ادارې نوی تړون د اولس معاشى قتل بولي او وايي چې د 400 ارب روپو څخه زيات ټېکس د مني بجټ په شکل کې په خلکو نور بوج اچوي..

مطبوعات وايي حکومت د نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم اېف سره دا منلې ده چې په پرمختيايي بجټ کې به هم تر 200 ارب روپو پورې کمی کوي.