شاته

افغان شربت ګلې ته اټلي پناه ورکړې

د اټلي د وزیراعظم ماريو ډراګی دفتر ويلي، د افغانستان شربت ګلې ته يې پناه ورکړې ده، په کال1985 کې مشهورې جريدې نيشنل جيوګرافک کې د شربت بي بي عکس خپور شوى وو، په هاغه وخت کې شربت بي بي د پېښور سره نزدې د افغان کډوالو په يو کېمپ کې مېشته وه او عمر يې 12 کاله وو.

د رویټرز د خبر ترمخه د اګست په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته شربت ګلې د اټلي د حکومت نه د افغانستان څخه ويستلو مرسته غوښتې وه.

ويل شوي شربت ګله په هغه پروګرام کې د افغانستان نه بهر ويستل شوې چې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته افغانان د ملک څخه بهر ويستل کېده.

په نيشنل جيوګرافک کې د شربت بي بي د دغه عکس د خپريدو وروسته د شنو سترګو لرونکې دغه جينۍ ته دافغان مونا ليزا نوم ورکړى شوى وو.

وروسته بيا د هغې لټون پيل کړى شوى وو، او په کال 2002 کې نيشنل جيوګرافک دغه جينۍ موندلې وه او په هاغه وخت کې يې نوم شربت ګله ښودل شوى وو.

د پاکستان حکومت په کال 2016 کې شربت ګله هغه وخت نيولې وه چې هغې د پاکستان د قومي شناختي کارډ ترلاسه کولو هڅه کوله.

شربت ګله بيا په نومبر 2016 کې افغانستان ته سپارل شوې وه.

هغه وخت افغان ولسمشر اشرف غني د شربت ګلې هرکلی کړی او هغې ته يې د کور ورکولو ترڅنګ د امنيت ډاډ ورکړی وو.