شاته

طالبان هڅه کوي د روسیې په مرسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي چوکۍ ترلاسه کړي

د طالبانو ډلې د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۵ (لیندۍ۴) له روسیې وغوښتل چې طالبانو ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د چوکۍ په ورکولو کې مرسته وکړي.

د روسیې د تاس خبري آژانس د راپور له مخې، په دوحه کې د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي سهیل شاهین ویلي دي چې یادې ډلې له روسیې سره ښه روابط درلودل او دا روابط اوس برقرار دي.

ښاغلي شاهین چې د طالبانو د حکومت له خوا په ملګرو ملتونو کې د یادې ډلې د استازي په توګه معرفي شوی، همدارنګه ویلي دي چې د طالبانو ډله له روسیې توقع لري چې د ملګرو ملتونو د اعتبار لیکونو په کمیټه کې د افغانستان د استازي په توګه د هغه له نوماندۍ څخه ملاتړ وکړي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي وسیلي نبینزا د روان میلادي کال په اکټوبر میاشت کې ویلي وو چې طالبانو ته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د چوکۍ د سپارلو په اړه کومه پریکړه نده شوې.

د امریکا د کانګرس دوو جمهوري غوښتونکو غړو تیره اوونۍ د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتیریش څخه وغوښتل چې په ملګرو ملتونو کې دې د افغانستان دایمي چوکۍ طالبانو ته ورنکړل شي.

د امریکا د سنا مجلس غړي لندزي ګراهام او د استازو د مجلس غړي مایکل والټز ښاغلي ګوتیریش ته د یوه لیک په استولو سره وویل چې طالبانو ته د ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي چوکۍ سپارل او په رسمیت د یادې ډلې پيژندل، د هغو ارزښتونو سره په ټکر کې وي چې ملګري ملتونه یې د دودیدو په هڅه کې دي.

طالبان د اګست په ۱۵ نیټه وروسته له هغه پر کابل واکمن شول چې د افغانستان پخوانی جمهور رئیس محمد اشرف د یوې چورلکې په واسطه افغانستان پریښود.