شاته

د روسیې په یوه کان کې د وژل شویو شمیر ۵۲ کسانو ته ورسید

د روسیې په سایبریا سیمه کې د پنجشنبې په ورځ نومبر ۲۵ (لیندۍ ۴) د ډبرو سکرو په یوه کان کې د ګازو د خپریدو له امله د وژل شویو کسانو شمیر ۵۲ تنو ته زیات شوی دی.

د روسیې خبري رسنیو خبر ورکړی چې د پیښې په قربانیانو کې د ژغورنې شپږ غړي هم شامل دي. روسي چارواکو ویلي دي د پخواني شوروي اتحاد له پاشل کیدو وروسته دا یوه تر ټولو ناوړه طبیعي پیښه ده.

د څیړنو سیمه ایزې کمیټې ویلي دي چې د کان د رئیس لیستویاژنیا او د هغه مرستیال په ګډون درې تنه د کان صنعت د خوندیتوب د قوانینو څخه د سرغړونې په شک نیول شوي دي.

د یادې کمیټې په وینا، ګازو هغه مهال د کان کارکوونکي ونیول چې د هوا د تهویې نل لیکه له ګازو ډکه شوه. د روسیې دولتي ټلویزیون ویلي، څارنوالان په دې باور دي چې د کان په منځ کې د میتان ګازو چاودنه شوې ده.

روسیي چارواکو څرګنده کړې چې تر اوسه د معدن د ۱۱ کارکوونکو مړي موندل شوي او ۳۵ تنه نور لا تر اوسه تر ځمکې لاندې ګیر پاتې دي. لس ګونه نور کارګران چې د څلورو روغتیایي حالت نازک ښودل شوی، روغتون ته لیږدول شوي دي.

د اورلګیدنې پرمهال په کان کې ۲۸۵ کسانو کار کاوه او د چارواکو په وینا د هوا د تهویې په نل لیکه کې لوګی داخل شوی وو. چارواکو زیاته کړې چې ۲۳۹ نور کسان ژغورل شوي دي.

د کمیروفو د ډبرو سکرو د کانونو صنعتي سیمه چې د مسکو په ۳۵۰۰ کیلومتري کې موقعیت لري، د کلونو راهیسې د مرګونو پیښو شاهده ده.

د روسیې جمهور رئیس ولادمیرپوتین ویلي دي چې د یادې سیمې له والي او د بیړنیو حالتونو د کمیټې له چارواکو سره خبري کړي. کرملین ویلي دي چې جمهور رئیس پوتین همدارنګه د بیړنیو حالتونو وزیر ته لارښونه کړې چې د مرستې لپاره سیمې ته ولاړ شي.

په همدې سیمه کې په ۲۰۰۷ کال کې هم په یوه کان کې د چاودنې له امله څه باندې ۱۰۰ تنه ووژل شول. له دې اوه کاله وړاندې هم د رسپادسکایا سیمې په یوه کان کې د چاودنې له امله څه باندې ۹۰ کسان وژل شوي وو.