شاته

د کډوالو کيښتۍ ډوبه شوې چې 27 تنه پکې مړه دي

د فرانس حکومتي چارواکو ويلي يو داسې وړه کيښتۍ چې د سرپناه په تکل کې کډوال پکې سواره وو د فرانس په حدودو کې ډوبه شوې چې د حامله ښځو او ماشومانو په ګډون پکې کم نه کم 27 تنه ډوب شوي.

خبرونه د چارواکو د خلې وايي د زيارت په ورځ دغې کيښتۍ هڅه کوله چې د انګلش چينل نه تېروځي خو ډوبه شوې ده.

د فرانس د داخله چارو وزير جېرالډ ډارمنين دا هم څرګنده کړې چې يو پينځم مشکوک قاچاقبر تن يې هم نيولی چې امکان دی دد خلک په قاچاقي توګه د يو ځای نه بل ځای ته وړي. دا د فرانس په نزدې سمندري تاريخ کې د ټولو لويه غميزه ده چې دومره خلک پکې مړه شوي دي.

د پېښې په اړه په خپلو وړومبو بيانونو کې فرانسوي چارواکو ويلي وو امکان دی د 27 نه تر 31 پورې تنه په پېښه کې مړه وي خو ډارمنين وايي دا شمېر 27 دی.

ډارمنين وايي چارواکي کوښښ کوي د مړو پېژندګلو وکړي چې د کومو هېوادونو قاميتونو خلک دي خو دوه تنه چې يخ وهلي وو ژغورل شوي او علاج ورته ورکړل شوی چې يو عراقی او بل سومالی دی.

نور څه شمار يې ونه ښودلو خو ډارمنين وايي “حامله ښځې او ماشومان مړه شوي دي”. ډارمنين د څلورو نورو مشکوکو کسانو د نيولو اعلان وړاندې کړی و چې د کيښتۍ د ډوبېدو په تور نيول شوي.

د فرانس وزير داخله ويلي پينځم مشکوک تن په داسې وخت کې نيول شوی چې د جرمني رجسټرډ ګاډی يې چلولو او زياته يې کړه مجرمانې ډلې چې په بېلجيم، نيدرلينډ، جرمني او برتانيه کې فعاله دي په انساني قاچاق کې ککړې دي.

هغه په يادو ملکونو غږ وکړو چې د قاچاق خلاف جنګ کې دې اړينې مرستې وکړي او زياته يې کړه دا هېوادونه اکثر د فرانس هغه عدالتي خواستونو ته ځواب نه وايي چې د معلوماتو د پاره د داسې ډلو او خلکو په اړه ترې وغوښتل شي.

وزير داخله وايي “برتانيه او فرانس له ارو مرو يو ځای کار کول پکار دی. مونږ دې نور يواځې داسې نه يو چې د قاچاقبرانو خلاف جنګ دې وکړو”.

هغه وايي قاچاقبر په جرمني کې په نغدو پيسو کيښتۍ او واړه سمندري جازګوټي اخلي او د بېګاني نيولي شوي تن په ګاډي د جرمني نمبرپليټ دی او خپله کيښتۍ يې هم په جرمني کې اخستلې ده.

وزير داخله د برتانيه د کډوالو په پاليسۍ هم ټکونه وکړل او وايي د برتانيه په مقابل کې فرانس د ملک نه په بې قانونه توګه اوسېدونکي په ګڼ شمېر کې اوباسي او هم دغه وجه ده چې د دواړو هېوادونو په قطبي ساحلونو کې د يو بل سره زړه بداوی وي ځکه دواړه غاړې په دې يو بل ګرموي.

هغه وايي “ښکاره ده چې برتانيه د کډوالۍ مامله ګډه وډه چلوي”.

یادونه: دا خبر د السوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې نه اخیستل شوی