شاته

طالبان: Cpharm په افغانستان کې د چرسو پروسس کولو کارخانه جوړوي، خو Cpharm دغه خبر رد کړی

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کورنيو چارو وزارت ويلي، د Cpharm په نوم کمپني غواړي چې په افغانستان کې د چرسو د پروسس دپاره کارخانه جوړه کړي، خو په اسټريليا کې د Cpharm په نوم کمپنۍ ويلي د طالبانو سره هيڅ اړيکه نه ده نيولي او نه دې مطبوعات دغه خبر د اسټریليا د Cpharm کمپنۍ سره تړي.

د طالبانو د کورنيو چارو د وزارت ویاند قاري سعيد خوستي په ټويټر د Cpharm کمپنۍ د نماينده سره د ليدو خبر ورکړی دی.

خوستي د شورو/ چهارشنبې په ورځ په ټويټر ويلي،

"تیره ورځ د کورنیو چارو وزارت د مواد مخدر سره د مبارزې معینیت د Cpharm کمپنۍ له نماینده سره وکتل. د Cpharm کمپني غواړي په افغانستان کې د چرسو د پروسس کمپني جوړه کړي چې ورسره به په هیواد کې چرس یواځې همدې کمپنۍ ته ورکول کيږي چې دوی ترې دوا او یو ډول کریم جوړوي".

هغه په بل ټویټ کې ویلي، "د Cpharm نماینده وویل: افغانستان کې په 20 زره جریبه زمکه چرس کرل کيږي چې دوی 30 زره جریبه چرسو ته اړتیا لري. د Cpharm غواړي د 450 ملیون ډالره پانګونه وکړي".

قاري سعيد په ټویټر عکسونه هم خپاره کړي چې د کمپنۍ د استازي سره یې کتلي دي خو د کمپنۍ په اړه يې نور جزيات نه دي ويلي.

خو بل لور ته په اسټريليا کې د Cpharm په نوم کمپنۍ په خپله وېب پاڼه خبر خپور کړی چې "د دغه خبر په اړه ورسره ډېرو مطبوعاتو تماس نيولی دی چې د طالبانو سره يې معاهده شوې چې د چرسو نه به کريم جوړوي".

او کمپنۍ ويلي، "دوی هيڅ څيز نه جوړي او نه یې سپلايي کوي. کمپنۍ زياته کړې يواځې په اسټریليا کې دوايانو جوړونکو ته طبي مشورې ورکوي".

کمپنۍ په څرګند ډول ویلي "د طالبانو او چرسو سره هيڅ تړاو نه لري".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​