شاته

په خېبرپښتونخوا کې 12 مېلین ماشومان د روبېلا په ضد وېکسین شوي، حکومتي شمېرې ښايي

خېبرپښتونخوا کې د شري او روبيلا په ضد وېکسينېشن کېمپېن کې خواؤشا دولس مېلين ماشومانو ته ستنې یا ټېکې لګول شوي دي خو درې مېلین نور ماشومان لا نه دي وېکسین شوي او کېمپېن سر ته رسېدو کې دوه ورځې پاتې دي

د خېبرپښتونخوا د صحت محکمې شمېرو تر مخه د شري او روبيلا په ضد کمپاېن کې خواؤشاء دولس ملينه ماشومانو ته ټيکې لګولي شوي دي او د صحت د محکمې ترمخه په پېښورکې ماشومانو ته د شري او روبيلا په ضد ټيکو لګولو کچه تر ټولو کمه ده۔ د صوبې د صحت محکمې شمېرو ترمخه پېښور کې 69 فيصده ماشومانو ته روان کمپاېن کې ټېکې لګيدلي دي۔ بره دير، سوات، کرم، مومند او نوښار کې د ټيکو لګولو کچه غوره ده۔

د پېښور مرستيال کمنشر محمد عمران په ښارکې هغه ځايونو ته ځي چېرته چې ماشومانو ته د ټيکو لګولو کچه کمه ده۔ هغه په حجرو او جماعتونو کې د دغه کېمپېن کميابولو د پاره چمتو دی او خلکو ته د لاؤډ سپيکر دلاري پيغام ورکوي چې د صحت ټېمانو مرسته وکړي۔

محمد عمران وايي " د پاکستان نورو ښارونو په پرتله په پېښور کې ماشومانو ته د ټيکو لګولو شمېره ډېره کمه ده۔ پېښور د صوبې مرکزي ښار دی نو په دي وجه د حکومت لخوا توجه هم زياته ده۔ نو پکار ده چې د سېمې مشران د شري او روبيلا په ضد دغه کمپاين کې د صحت کارکؤنکو مرسته اوکړي او خپل ماشومان وېکسين کړې"

د صحت محکمې او انتظاميي د وينا ترمخه پېښور کې يوي ضلعي نه بلي ته تګ راتګ او په لويه شمېره ميشته خلک، هغه علتونه دي چې د شري او روبيلا په ضد کېمپېن کې يي مشکلات سېوا کړي دي۔

د دي ترڅنګ متواتر پوليو کېمپېنونه او د ټېکو او پوليو څاڅکو په حقله دروغو پروپيګنډي هم هغه وجوهات دي چې پېښور کې د کېمپېن ميعار راغورځولی دی۔

بلخوا دخېبرپښتونخوا قبايلي سېمې مومند ضلعي صحت مشر ډاکټر رفيق حيات ويلي چې د کېمپېن وړاندي د اګاهۍ پيغامونو خلک چمتو کړي دي او په ټوله ضلع کې ورته د شري او روبيلا ټېکو په اړه څه لوی چيلنج نه دی رامخي ته شوي۔ خو بيا هم هغه خلکو ته پيغام ورکوي چې د ماشومانو روغ صحت د پاره دغه ټيکې لګولو لازمي دي۔

ډاکټر رفيق حيات وايي " زما د مومندو ټولو قامونو ته هغه د سياست سره تعلق لري، که زده کوؤنکي دي، که د صحافت سره تعلق لري او يا عام هغه خلک چې په ټولنه کې خپل اثرلري نو په دې مهم کې دې خپله برخه واچوي او د کمپاين په دغه دولسو ورځو کې ماشومان وېکسين شي۔ همدغه شان مونږ د شري او روبيلا په ضد کمپاين کاميابولي شو"۔

خېبرپښتونخوا کې 15 اشاريه اووه مېلين ماشومان دغه کېمپېن کې د ټيکو او پوليو قطرو د پاره ټاکلي شوي دي۔ دغه کېمپېن به بچ پاتې ماشومانو د پاره راتلونکي دوه نورې ورځي جاري وي۔ د صحت پوهان وايي دغه ټيکې د نهو مياشتو نه تر 15 کالو نه کم عمر ماشومانو مدافعتي قوت ته وده ورکوي او د شري، روبيلا، نمونيه ، پوليو او داسې يو شمېر ناروغو څخه خوندي ساتي.