شاته

کارپوهان وایي راتلونکي کې به پاکستان کې ګرانۍ نوره هم زیاته شي

پاکستان کې دمخ په زیاتبدونکې له امله که دبې وزله خلکو ژوند ګران شوی او پرله پسې دحکومت نه د خوراکي شیانو د ارزانولو غوښتنې کوي نو هلته پوهان دا ویرې څرګندوي چې په راتلونکي کې به ددغه هیواد دننه ګراني نوره هم زیاته شي.

پوهان په دې اند دي چې که حکومت د نړیوالې مالیاتي ادارې شرطونه پوره کوي نو د پټرولو، ډیزلو او بجلۍ نرخونه به زیاتیږي او په راتلونکي وخت کې په ملکی کچه نوره ګراني هم امکان لري.

تیره میاشت حکومت د پټرولو او ډیزلو په بیعو کې د لس روپي لیټر نه زیاته اضافه کړې وه او په تیرو شپږو میاشتو کې د ګیس بیعې ۳۴ فیصده زیاتی شوې دي

په مردان ښار کې ځایي اوسیدونکی علی اکبر چې د رکشې ډرائیور دی، وایي د مخ په زیاتېدونکې ګرانۍ،توانایۍ او خوراکي توکو دلوړو بیعو له امله یې ژوند ډیر ګران شوی.

تیره میاشت نیپرا د بجلۍ په یو یونټ کې یوه روپې او ۶۸ روپۍ اضافه کړې وه چې بیا مخالفه سیاسي ګوندونو د ګرانۍ په ضد ګرد هیواد کې احتجاجونه کړي وؤ.

حکومتي چارواکي وایي ګراني په نړیواله کچه زیاته ده او د هغې اثرات په پاکستان هم شوي دي.

په دې وروستیو کې د پاکستان وزیر اعظم عمران خان ویلي چې اوس هم په نړیواله کچه او دګاونډی هیواد هند په پرتله په پاکستان کی ګراني کمه ده .

دپاکستان د خزانې سلاکار شوکت ترین وایي د نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف سره د پور اخستو لوظ نامه شوې خو پوهان وایي دپور اخستو دپاره دغه ادارې پاکستان ته داسې شرطونه ایښي چې که حکومت هغه عملي کوی نو ګرانی به نوره هم سیوا شي .

داقتصاد ماهر مهتاب حیدر وایي راتلونکي جون کې به حکومت د پټرولو او ډیزلو په بیعو کې ۲۰ روپۍ لیټر اضافه وکړي او د بجلۍ بیعه به دیونټ پسر څلور روپۍ نوره هم لوړه شي.

دهغه په وینا دپټرولو اؤ بجلۍ نرخونو کې ددې اضافې بدې اغیزې به په عامو خلکو ،نوکر پیشه او پنشن اخستونکو طبقاتو کیږي.

مهتاب حیدر وایي ګراني به ځکه سیوا کیږي چې دمالیاتي ادارې دا شرط دی چې پټرولیم لیوی باید هره میاشت څلور روپۍ زیاته کړل شي.

دنوموړي په وینا دا وخت په پټرولو ۹.۶۲ روپۍ لیوي اخستل کیږي او دا به جون پورې ۳۰ روپو ته ورسي او دی سره به ګراني زیاته شي.

مرکزي حکومت په وروستو کې د بې وزله کورنیو لپاره د۱۲۰ اربو روپو د رعایتونو اعلان کړی ویلي یې وؤ چې حکومت به د احساس راشن پروګرام لاندې بې وزله کورنیو ته په ځېنو خوراکي توکو ۳۰ فیصده رعایتونه ورکوي.