شاته

ملګري ملتونه: افغانستان کې باید ښځو او نجونو سره تاوتریخوالی ختم شي

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو او نجونو سره د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د پیوستون او ژمنتیا غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) نن پنجشنبه نومبر ۲۵ (لېندۍ ۴) د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې (EVAW) په مناسبت اعلامیه کې له ټولو ښکېلو اړخونو څخه غوښتي چې د ښځو سره د تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

په دغه اعلامیه کې راغلي: "د جنسیت په بنسټ تاوتریخوالی د ښځو او نجونو لپاره یو جدي ګواښ او د تلپاتې پراختیا او سولې ته د رسیدو پر وړاندې لوی خنډ دی. د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی چې د ناڅرګندې وبا په توګه پیژندل شوی د کویډ۱۹ له وبا او بشري بحران سره لا زیات شوی دی."

د بیان له مخې په نړیواله کچه په هرو دریو ښځو کې یوې فزیکي یا جنسي تاوتریخوالی تجربه کړی، چې ډیری یې د یوه نږدې شخص لخوا تر سره شوی دی.

ملګرو ملتونو ویلي چې له دې ډلې څخه افغانستان د نړۍ په کچه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي تر ټولو لوړه کچه لري چې له هرو لسو ښځو څخه نهه یې د خپل ژوند په اوږدو کې لږ تر لږه یو ډول تاوتریخوالی د نږدې شخص له خوا تجربه کړی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشرې دیبرا لاینز ویلي: "د تاوتریخوالي مخه باید ونیول شي، موږ باید له دې ناڅرګندې وبا سره د مبارزې لپاره په ګډه کار وکړو او موږ باید هغه چلند بدل کړو چې د تاوتریخوالي ملاتړ کوي او د تاوتریخوالي قربانیان له شرمه غږ نشي پورته کولای، او همدارنګه هغو قربانیانو ته باید خدمات چمتو کړو چې د تاوتریخوالي قرباني شوې دي."

د یوناما په اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې څخه هم غوښتل شوي چې د افغان مېرمنو او نجونو غږونو او تجربو ته غوږ ونیسي او د دوی اړتیاو ته په بیړني ډول ځواب ووایي، په ځانګړې توګه د تاوتریخوالي قربانیانو او د هغه کسانو اړتیاوو ته چې له بیلابیلو تبعیضونو سره مخامخ دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالی د ښځو او نجونو پر حقونو او ازادیو، په ځانګړې توګه د ښځو د کار کولو پر حق او د تګ راتګ پر ازادۍ د محدودیتونو له امله زیات شوی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ښځو د دفتر استازې الیسون ډیویډیان وویل:" هغه پیغامونه چې موږ یې له خپلو شریکانو او میرمنو ترلاسه کوو، روښانه دي - د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی چې لا دمخه یې کچه ډیره لوړه وه د دغه ناورین او کویډ۱۹ له کبله زیات شوی. دهغو ښځو لپاره چې تاوتریخوالی یې تجربه کړی، ژوند ژغورونکي خدمتونه له دې ویرې بند شوي چې برید پرې ونشي."

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته تر شپږم ټولګي پورته نجونو ښوونځيو ته لاس رسی نه دی پیدا کړی او په ځینو ادارو کې لا هم ښځو ته د کار اجازه نه ده ورکړل شوې.

نړیوالې ټولنې پر طالبانو ټینګار کړی چې د ټول شموله حکومت په جوړولو سره د ښځو اونجونو د کار او زده کړو او اقلیتونو حقوقو ته ژمن شي.

طالبانو بیا ویلي چې د روغتیا وزارت،پاسپورت ریاست او ځینو نورو برخو کې چې ښځو ته پکې اړتیا لېدل کیږي ښځینه کار کوونکو ته د کار اجازه ورکړې او ژمنه یې کړې چې په نورو ادارو کې به هم د خوندي چاپېریال تر رامنځته کېدو وروسته مېرمنو ته د کار زمینه برابره شي.

بلخوا نن چهارشنبه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په کابل کې یوې غونډې ته وینا کې وویل چې راتلونکی کال به تر شپږم ټولګي ښوونځي هم د نجونو پر مخ پرانیستل شي.