شاته

طالبان: د نجونو ښوونځي او تعلیمي مراکز به راتلونکی کال پرانیستل شي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي راتلونکی کال به ټول ښوونځي او پوهنتونونه د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

هغه نن پنجشنبه نومبر ۲۵ (لېدنۍ ۴) په کابل کې د (ملي یووالی د اسلامي عدالت په رڼا کې) د افغان اهل تشیع یوې غونډې ته وویل چې اسلامي امارت په دې اړه د داسې یو میکانیزم جوړولو په هڅه کی دی چې د اسلامي او ملي اصولو سره مطابق وي.

نوموړي زیاته کړه: "زموږ خویندې دي ډاډه اوسي چې ښوونځي یې پیلیږي،اسلامي امارت د یو میکانیزم چې د اسلامي او ملي اصولو مطابق وي جوړولو په هڅه کې دی، نو زموږ د خویندو ټول شوونځي او تعلیمي مرکزونه به پرانیستل شي."

یادې غونډې ته د افغان اهل تشیع یوه مشر جعفر مهدوي هم وویل چې راتلونکی کال به د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي څخه د پورته ښوونځيو د پرانیستلو شاهدان یو.

په افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته چې څه باندې ۱۰۰ ورځې تیریږي لا هم تر شپږم ټولګي پورته ښوونځي په بشپړه توګه د نجونو پر مخ نه دي پرانییستل شوي.

طالبانو د سپتمبر په ۱۷د هلکانو ښوونځي پرانستل خو د شپږم ټولګي پورته نجونو ته یې ښوونځیو ته د تګ اجازه ورنکړه چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې وزیږول.

طالبانو ټینګار کړی دی چې د نجونو د بیرته تګ دمخه په یو طرزالعمل باندې کار کوي چې "د زده کړو یو امن چاپیریال" چې د طالبانو په وینا اسلامي وي، هغوی ته رامنځته کړي.

تر دې مخکې ځینو نړیوالو بنسټونو په پنځو شمالي ولایتونو کې تر شپږم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي پرانیستل.

نړیوالې ټولنې پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته هم ټینګار وکړ چې افغان مېرمنو ته د کار او نجونو ته د تعلیم اجازه باید ورکړل شي.

تر دې مخکې د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د پروګرامونو او بهرنیو مرستو مدیر وحیدالله هاشمي د رویترز آژانس ته ویلي و چې طالبانو د نجونو زده کړو ته ژمن دی او اوس بیرته ښوونځیو ته د هغوی د راتګ لپاره په کار بوخت دی.

هغه زیاته کړې وه چې هیڅ یوه ښوونکې له دندې نده لرې شوې او دا "نړۍ ته یو مثبت پیغام دی چې مونږ پر یو میکانیزم کار کوو. مونږ د ښوونځیو او پوهنتون څخه د هغوی په حذف کولو کار نه کوو."