شاته

یوناما: په لسو افغان مېرمنو کې ۹ يې له تاوتریخوالي سره مخ دي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما وايي چې دې هېواد کې د ښځو د کارکولو پر حق او د تګ راتګ پر ازادیو د محدودیتونو له امله تاوتریخوالی زیات شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي، په داسې حال کې چې خدماتو ته اړتیا ډېره شوې، د تاوتریخوالي قربانیانو لپاره اړینو خدماتو ته لاس رسی خورا اغېزمن شوی دی.

د یوناما په اعلامیه کې افغانستان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د لوړې کچې هېواد یاد شوی او په کې راغلي دي چې په هرو لسو افغان مېرمنو کې نهه يې د خپل نږدې شخص له خوا له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

په اعلامیه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې دیبرا الینز له قوله لیکل شوي: "د تاوتریخوالي مخه باید ونیول شي، موږ باید له دې ناڅرګندې وبا سره د مبارزې لپاره په ګډه کار وکړو او موږ باید هغه چلند بدل کړو چې د تاوتریخوالي ملاتړ کوي او د تاوتریخوالي قربانیان له شرمه غږ نه شي پورته کولی او همدارنګه هغو قربانیانو ته باید خدمات چمتو کړو چې د تاوتریخوالي قرباني شوي دي. "

په اعلامیه کې دا شان له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې د افغان مېرمنو او نجونو غږ واوري او د دوی اړتیاوو ته په بېړني ډول ځواب ووایي، په ځانګړي توګه د تاوتریخوالي هغه قربانیان چې له بېلابېلو تبعیضونو سره مخ دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې دیبرا الینز وايي، د تاوتریخوالي مخه باید ونیول شي
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې دیبرا الینز وايي، د تاوتریخوالي مخه باید ونیول شي

طالبانو تازه د دغه اعلامیې په اړه څه نه دي ویلي، خو تردې وړاندې یې په وار- وار ویلي چې د اسلامي اصولو سره سم به د ښځو حقونه په پام کې ونیسي او د کار او زده‌کړو زمینه به ورته برابره کړي.

نن د نوومبر پنځه ویشتمه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو نړیواله ورځ ده.

په ورته وخت کې د بښنې نړیوال سازمان ویلي، نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د خپلې اوږدې ژمنتیا لپاره د ښځو د حقونو د خوندیتوب ملاتړ وکړي.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي ضد کمپاین په مناسبت د ۱۶ هغه افغان مېرمنو د ژوند کیسې وړاندې کوي چې په تېرو دوو لسیزو کې يې د ستونزو پر وړاندې مبارزه کړې او بریالیتوب يې ترلاسه کړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان په اعلامیه کې راغلي دي چې دغه ۱۶ افغان مېرمنو په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول سیاست، رسنیز ډګر، پوهنتونونو او قانون په برخو کې کار کړی او دوی به د خپل ژوند، کار، د طالبانو د بېرته راګرځېدو، هیلو او ویرې او د راتلونکې لپاره نړیوالې ټولنې ته د وړاندیزونو په اړه خبرې کوي.

په اعلامیه کې د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې د فعالې غړې سمیرا حمیدي له قوله راغلي چې د دغه ۱۶ افغان مېرمنو د ژوند داستانونه به دا روښانه کړي چې افغان مېرمنې په تېرو دوو لسیزو کې له څومره سختیو راووتې، کومې لاسته راوړنې يې درلودې او د طالبانو له راتګ وروسته د دوی په ژوند کې کوم بدلونونه راغلل.

اغلې حمیدي ازادي راډيو ته وویل، دوی ته یو شمېر افغان مېرمنو ویلي چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته د کار، تعلیم، وینا او خپل حق غوښتلو په برخه کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي دي او له تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې فعاله غړې سمیرا حمیدي
د بښنې نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د برخې فعاله غړې سمیرا حمیدي

نوموړې زیاته کړه: "وروسته له هغې چې په افغانستان کې طالبان واک ته ورسېدل، له بده مرغه په دې هېواد کې د مېرمنو وضعیت ښه نه دی، ښځې هېڅ ډول ازادي چې وړاندې يې د مشارکت او خپلو دندو په اړه درلوده اوس نه لري، دوی مخکې بېلابېل ټولنیز فعالیتونه کول خو اوس يې په وړاندې دروازې تړل شوي دي "

نوموړې ویلي، په داسې وخت کې چې افغانستان له اقتصادي او بشري بحران سره مخ دی، فعالې افغان مېرمنې او د دوی په څېر زرګونه نورې ښځې د عادي ژوند څخه منع شوي دي، خو طالبانو د بښنې نړیوال سازمان دا راپور بې بنسټه بللی دی.

د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته وویل: "اول خو موږ دا راپور او ادعا ردوو چې زموږ له خوا دې ښځو ته ستونزې جوړې شوي وي، موږ د ښځو حقونو ته درناوی لرو او کوم حقوق چې دوی ته اسلام ورکړی موږ يې دفاع کوو، د زده کړو په برخه کې د ښځو ستونزه تر اویا فیصده حل شوې، د کار برخه کې هم ورته موضوع ده او په نورو برخو کې هم د شریعت له مخې د دوی ستونزو ته رسېدنه کیږي."

خو د بښنې نړیوال سازمان ویلي، افغانستان کې له کار کولو د ښځو منع کول اقتصادي ستونزې لاپسې زیاتې کړي دي او ښځې د جنسیت پر بنسټ له مخ پر زیاتېدونکي تاوتریخوالي سره مخ دي ان تر دې چې دوی د خپل غږ پورته کولو ته نه پرېښودل کېږي.

اعلامیه کې راغلي، له ۲۰۰۱ لومړي کال راپه دیخوا زرګونه مېرمنې په بېلابېلو برخو کې په دندو بوختې وې او د افغانستان په سیاسي، اقتصادي او ټولنیز ژوند کې يې فعاله برخه اخیستې وه.

دغه شان ۳.۳ میلیونونه نجونې په زده کړو بوختې وې خو اوس مهال له شپږمو ټولګیو پورته له دوی د زده کړې حق اخیستل شوی دی، خو داسې اندېښنې شته چې ښايي په افغانستان کې د ښځو د پرمختګ مخه ډب کړای شي.