شاته

کابل کې یو شمېر مېرمنو د یو لاریون پر مهال د کار او زده‌کړو غوښتنه وکړه

د نومبر ۲۵مه د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ، خو په دې ورځ په کابل کې یوه ډله مېرمنې راوتلي او د له طالبانو د کار او زده‌کړو د حق غوښتنه کوي.

د دغه مېرمنو شمېر چې نږدې ۲۰ تنو ته رسېدې او ټولې يې د ښځو چارو وزارت پخوانۍ کارکوونکې وې، وايي په تېرو ۲۰ کلونو کې يې مبارزه کړې او د خپلو اولادونو د نفقې ګټونکې وې.

دوی ویل پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته‌يې د زده‌کړو او کار پر حقونو محدودیتونه لګېدلي دي او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې په افغانستان کې د ښځو وضعیت ته پام وکړي.

یوې اعتراض کوونکې چې نه‌يې غوښتل نوم‌يې واخیستل شي ازادي راډيو ته وویل: "زموږ یوازنۍ غوښتنه د کار او سیاسي مشارکت حق دی، موږ د ښځو چارو په وزارت کې ۲۰ کاله کار وکړ، د ښځو د حقونو لپاره مو مبارزه وکړه، اوس که طالبان د ښځو حقونه نه‌مني، نو نړیواله ټولنه دې موږ له افغانستانه وباسي ځکه موږ نه‌غواړو په داسې یو وضعیت کې ژوند وکړو."

ارشیف، د کار او تعلیم د حق د ترلاسه کولو لپاره کابل کې د ښځو لاریون
ارشیف، د کار او تعلیم د حق د ترلاسه کولو لپاره کابل کې د ښځو لاریون

یوه بله اعتراض کوونکې چې دا هم نه‌غواړي نوم‌يې واخیستل شي د اعتراض پر مهال وویل: "تاوتریخوالی بس دی، لطفاً ښځو ته د کار او زده‌کړو حق ورکړئ، موږ خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوو."

دوی له نړیوالې ټولنې غواړي چې افغان مېرمنې دې نه‌هېروي.

یو له دغو معترضو مېرمنو زیاتوي: "نړیواله ټولنه باید افغان مېرمنې هېرې نه‌کړي، خو د خپل مساوي حق لپاره مبارزه کوو."

دا د زده‌کړو او د کار د حق لپاره د افغان مېرمنو لومړنی اعتراض نه‌دی، بلکې پر افغانستان د طالبانو له بشپړې واکمنۍ وروسته د پلازمېنې کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ښځو لاریونونه کړي چې ځینې يې ان د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شوې دي.

طالبانو تازه په دې اړه څه نه‌دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې په وار وار ویلي چې د اسلامي اصولو سره سم به د ښځو حقونه په پام کې ونیسي او د کار او زده‌کړو زمینه به ورته برابره کړي.

تېره ورځ د طالبانو د سرپرست حکومت د رئیس‌الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر د جاپان له سفیر سره په کتنه کې د ټول‌شموله حکومت او په نظام کې د اړتیا په صورت کې د ښځو په ګډون ټینګار وکړ.

ارشیف، د کار او تعلیم د حق د ترلاسه کولو لپاره کابل کې د ښځو لاریون
ارشیف، د کار او تعلیم د حق د ترلاسه کولو لپاره کابل کې د ښځو لاریون

مولوي کبیر په دې ناسته کې دا هم وویل چې طالبان د ښځو د کار او زده‌کړو مخالف نه‌دي.

خو تازه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې په دې هېواد کې د ښځو وضعیت د اندېښنې وړ دی.