شاته

کرمه: د افغانستان سره په پوله وسله وال بريد کې دوه پاکستاني سرتيري وژل شوي

د پاکستان پوځ ويلي، د افغانستان سره په پوله پرتې قبايلي ضلعې کرمې په پوله د پورې غاړې افغانستان د لوري نه ترهګر بريد شوی، د پاکستاني اېف سي ځواک دوه سرتیري پکې وژل شوي دي.

پوځ ویلي د 26 او 27 اکتوبر په مینځنۍ شپه کې د افغانستان د لوري ترهګرو د کرمې په پوله د ازغن تار څخه تېرېدو هڅه کړې او ځواکونو ورته کلک ځواب ورکړی او د ترهګرو د پولې څخه پاکستان لوري ته په غېر قانونه توګه اوړېدو دغه هڅه يې شنډه کړې ده.

خو پوځ منلې چې د ترهګرو سره په نښته کې د کرمې سره تعلق لرونکی 24 کلن لانس نايک اسد او د لکي مروت سره تعلق لرونکی 21 کلن سپاهي اصف وژل شوي دي.

په پوځي بيان کې ترهګرو ته د کوم تاوان اوښتو نه دي ويل شوي او نه کومې ډلې تراوسه پورې د دغه بريد زمه واري منلې ده.

پاکستان غندنه کړې چې ترهګر د پاکستان پرضد د افغانستان خاوره کاروي. او د افغانستان د موقتي حکومت څخه يې تمه څرګنده کړې چې د پاکستان پرضد دغه ډول عملياتو ته به اجازه ور نه کړي.

پوځ ويلي ژمن دی چې د ترهګرۍ په وړاندې د هېواد پولې خوندي وساتي او د سرتيرو قربانۍ يې حوصلې لوړوي.

په 15 اګست د طالبانو په افغانستان کې په واک کې د راتلو وروسته د پاکستان پوځ هم د اګست د میاشتې په وروستيو کې ویلي وو، د افغانستان سره په پوله پرته قبایلي ضلع باجوړ کې د پولې د پورې غاړې نه ترهګرو برید کړی، دوه پاکستاني پوځيان پکې وژل شوي او په ځواب ډزو کې د دوو نه درېو پورې ترهګر هم وژل شوي دي.

تحریک طالبان پاکستان د دغه بريد زمه واري منلې وه.

پاکستاني چارواکو بيا بيا دغه خبره تکرار کړې چې په واک کې د راغلو طالبانو سره يې خپله دغه اندېښنه شريکه کړې چې لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان او نورې وسله والې ډلې د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد ونه کاروي.

او طالبانو ورته بیا باور ورکړی چې د افغانستان خاوره به نه يواځې د پاکستان بلکې د بل يو ګاونډي پرضد هم نه کاريږي.

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د پاکستان په قبايلي ضلعو په ځانګړي ډول شمالي او جنوبي وزیرستان کې په پاکستاني ځواکونو ورسله وال بريدونه سېوا شوي او د زیاترو زمه واري تحریک طالبان پاکستان ډلې منلې ده.