شاته

د ناجیریا جمهور رئیس: ۱۲ میلیونه ماشومان ښوونځي ته له تګه ویریږي

د نایجیریا جمهور رئیس محمدو بوهاري وایي په یاد هیواد کې ۱۲ میلیونه ماشومان ښوونځي ته له تګ څخه ویریږي، چیرې چې جهادیانو او پر درنو وسلو سمبالو مجرمرنیو د پیسو د اخیستلو په بدل کې په سل ګونه زده کوونکي برمته کړي دي.

له ښوونځي څخه د برمته کیدو تر ټولو ستر مورد په ۲۰۱۴ کال کې د افریقا په همدې ستر نفوس لرونکي هیواد کې وشو چیرې چې بوکو حرام له چیبوک سیمې څخه ۲۷۶ نجونې وتښتولې.

بوهاري د سه شنبې په ورځ په پلازمینه ابوجا کې د تعلیم او تربیې د خوندي فضا په اړه په یوه کنفرانس کې وویل، له هغه وخت راهیسې پر ښوونځیو "د شمیر پر لحالظ بریدونه ډیر شوي او د هیواد شمالي برخو ته هم غځیدلي دي."

وسله وال کسان په زیاتیدونکي شکل د نایجیریا په شمال لودیځو او مرکزي برخو کې پر ښوونځیو بریدونه ډیر کړي او د ډسبمر میاشتې راهیسې یې څه باندې ۱۰۰۰ زده کوونکي برمته کړي دي.

بوهاري وویل د همدې کار له امله" څه باندې ۱۲ میلیونه ماشومان آسیب پذیره دي او اوسمهال ښوونځي ته له تګ څخه ویریږي." هغه زیاته کړه په خاص ډول نجونې ډیرې متاثره شوي دي.

کارپوهانو خبرداری ورکړی، هغه ځوانې نجونې چې ښوونځی پریږدي، د واده کیدو له خطر سره مخ دي.

د ماشومانو د خوندیتوب بنست save the children د روانې میاشتې په پیل کې وویل، د یوې وړاندوینې له مخې په نایجیریا کې کابو ۴۴ سلنه نجونې له اتلس کلنې مخکې ودیږي، چې دا په نړۍ کې د ماشومانو د واده کیدو یو تر ټولو لوړ رقم دی.

اکثریت برمته شوي زده کوونکي د هغوی له برمته کوونکو سره تر خبرو اترو وروسته، راخوشي کیږي.