شاته

د پاکستان د تحریک لبیک ډلې په لاریون کې ډزې؛ څو تنه وژل شوي

د پاکستان پولیس وایي د پاکستان د تحریک لبیک سخت دریځې ډلې په زرګونو اعتراض کوونکو د پولیسو سره نښته کړې او په پایله کې یې د دواړو خواو څخه څو تنه وژل شوي او په لسکونو ټپیان شوي دي.

د پاکستان د پنجاب ایالت د پولیسو ویاند د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۷ (لړم ۵) وویل چې دغه ډزې لاهور ښار ته نژدې د شیخوپوره سیمې د لویې لارې په اوږدو کې د پاکستان منع شوي تحریک لبیک سخت دریځه ډلې په لاریون کې شوې دي.

د پولیسو دغه ویاند وویل: "د پاکستان د تحریک لبیک فعالینو د اس ام جي [وسلې] کلاشینکوف او تمانچې نه کار اخیستی او د پولیسو چارواکي یې په نښه کړي چې په نتیجه کې څو تنه [پولیس] منصبداران شهیدان شول. "

د پولیسو ددغه ویاند په وینا تر اوسه د وژل شویو کسانو شمیر ندی په ډاګه شوی خو شاوخوا ۲۵تنه ټپیان شوي هم دي.

د پاکستان د تحریک لبیک ډلې هم د خپلو څو تنو د وژل کیدو او زخمي کیدو خبر ورکړی دی.

د تحریک لبیک په زرګونو فعالینو د تیرې جمعې ورځې راهیسې د پاکستان تر ټولو مزدحمه لویه لار بنده کړې او ددې ډلې د مشر د ازادیدو او د پاکستان څخه د فرانسې د سفیر د شړلو غوښتنه کوي. دوی په فرانسه کې د اسلام د پیغمبر د کاریکاتورونو د خپریدو په دلیل د پاکستان څخه د فرانسې د سفیر ایستل غواړي.

د پنجاب ایالت د پولیسو په وینا د دولت سره د بې نتیجې خبرو وروسته اعتراض کوونکو نن چهارشنبه د اسلام آبلاد په لور حرکت وکړ او وروسته له هغې چې پولیسو د هغوی د مخنیوي هڅه وکړه نښته رامنځته شوه.

د روان کال په لومړیو کې هم دغې ډلې په فرانسه کې د اسلام پیغمبر ته د منسوب کاریکاتور د خپریدو په غبرګون کې اعتراضونه کړي وو او د پاکستان څخه یې د فرانسې د سفیر د ایستلو غوښتنه کړې وه.

هغه وخت هم د اعتراض کوونکو سره د پولیسو په نښته کې څلور پولیس منصبدار او ګڼ شمیر اعتراض کوونکي وژل شوي وو.