شاته

د تهران غونډه: افغانستان کې پراخ بنسټه سیاسي جوړښت د حل یواځنۍ لار ده

د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو دوهمه غونډه نن د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۷ (لړم ۵) په تهران کې وشوه. ګډون کوونکو موافقه وکړه چې یو پراخ بنسټه سیاسي جوړښت چې ټول قومونه په کې شریک وي د افغانستان د مسایلو یواځنۍ حل لاره ده.

ګډون کوونکو هیوادونو د یو بیان په خپرولو سره د افغانستان په پیچلي پوځي-سیاسي ، ټولینز-اقتصادي او بشري وضعیت اندیښته څرګنده کړې او دې ته پاملرنې سره چې په افغانستان کې وضعیت په اساسي ټوګه بدل شوی د افغانستان د ملي حاکمیت، سیاسي خپلواکۍ، وحدت، ارضي تمامیت او ددې هیواد په داخلي چارو کې په نه مداخلې ټینګار وکړ.

پدغه غونډه کې د پاکستان، تاجیکستان، اوزبیکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو په حضوري توګه او روسیې او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په آنلاین بڼه ګډون کړی و.

د ایران د رسمي خبري اژانس ایرنا د رپوټ له مخې ګډون کوونکو هیوادونو په یوې ګډې اعلامیې کې موافقه وکړه، هغه هیوادونه چې د افغانستان د ستونزو اصلي مسولین دي باید په خپلو ژمنو جدي عمل وکړي او افغانانو ته اړین اقتصادي، معیشتي او بشري مرستې برابرې کړي.

دغو هیوادونو پدې بیان کې په افغانستان کې د اقتصادي وضعیت به خرابیدو اندیښنه ښودلې او د نړیوالې ټولنې نه یې دې هیواد سره د سمدسټي بشري مرستو غوښتنه وکړه.

هغوی په افغانستان کې د قومي او مذهبي ډلو په وړاندې د تروریستي بریدونو په ځانګړې ډول د شیعه ګانو په جوماتونو باندې د وروستي بریدونو په ګډون هر ډول ترهګریز بریدونه سخت محکوم کړل.

د کلګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش، په ثبت شوي یو ویدیي پیغام کې دې غونډه ته ویلي چې افغانستان د یو "مخ په زیاتیدونکي بشري کړکیچ" سره مخامخ دی چې سمدستي اقدام ته اړتیا لري.

ښاغلي ګوتیرش وویل چې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته پدې هیواد کې د "بریدونو او د بشري حقونو نه د سرغړونو" په هکله سخت اندیښمن دی. هغه د "تروریزم پر وړاندې د مبارزې" او د مخدرو توکیو د قاچاق په وړاندې د مبارزې غوښتنه وکړه.

پدې ترڅ کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په خپله وینا کې د افغانستان له ګاونډیو هیوادو څخه وغوښتل چې د امریکا او ناټو لپاره پوځي اډې برابرې نکړي.

ددې غونډې څخه دمخه د طالبانو د اسلامي امارت ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح‌الله مجاهد کابل کې سیمه ییزو رسنیوته ویلي وو، چې د طالبانو د اسلامي امارت پلاوی به په دغه کنفرانس کې ګډون ونکړي، خو ښاغلي مجاهد د کنفرانس دجوړیدلو د اقدام ملاتړ کړی دی ویلي دي، چې دا کنفرانس د افغانستان په ګټه دی.

همداشان د چین د بهرنیو چارو وزیر د دوشنبې او سه شنبې په ورځو په دوحه کې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو د یو پلاوي سره په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کړي دي.

ذبیح‌الله مجاهد د دغو خبرو په اړه ویلي، چې په دوو ورځنیو خبرو کې دواړو خواو د سیاسی او اقتصادي مسلو پر سر د نور بحث لپاره د درې کمیټو په جوړولو موافقه کړې ده.