شاته

د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست: د طالبانو حاکمیت له ننګونو سره مخ دی 

د طالبانو د اسلامي امارت د دفاع وزارت سرپرست ملامحمد یعقوب مجاهد، چې پدې مقام باندې له ټاکل کیدو وروسته یې په لومړي ځل د خبریالانو پر وړاندې په کابل کې یو خبري کنفرانس ته وینا کوله په افغانستان کې د طالبانو د تیرو شلو کلونو جګړو ته په اشارې وویل، چې طالبان نور د هیچا سره دښمني نلري.

د دفاع وزارت سرپرست وویل، چې افغانستان څخه بهرني سرتیري وتلي او په دغه هیواد کې اسلامي نظام ټینګ شوی، خو لا هم افغانان د ډیرو سختو ستونزو سره مخ دي.

ملامحمد یعقوب مجاهد وویل: "ملت مو ډیر زوریدلی دی هرې برخې کې خدمت ته اړتیا لري. دا ملک او دا نظام د نړیوالو تهدیدونو لاندې دی، بندیزونه راباندې لګیدلي دي، پیسې مو کنګل شوي دي، په رسمیت مو څوک نه پیژني او مشکلات را ته ایجاد شوي دي. ددې مشکلاتو څخه د وتلو په خاطر باید مونږ ټول لاس په کار شو او هر هغه هڅه وکړو، چې هغه د اسلامي شریعت او د افغانستان د ملي ګټو سره په ټکر کې نه وي".

د طالبانو د اسلامي امارت د دفاع وزارت سرپرست وزیر زیاته کړه، چې د افغانانو په وړاندې د دوی مخکنۍ جګړه د مجبوریت له مخې وه، ځکه چې د هغه په وینا د بهرنیو ځواکونو اډو ته د رسیدلو لپاره جګړې ته اړتیا وه او دوی نشو کولی، چې د جګړې پرته امریکايي اډې په نښه کړي.

هغه وویل: "مونږ د هیڅ افغان دښمنان نه یو، نه مو د هیڅ افغان دښمني مخکې کړې ده. مخکې مو چې هم مبارزه کوله د افغانانو په مقابل کې به چا اعتراض لاندې راوستلو چې دا ستاسو جهاد د افغانانو په مقابل کې جهاد نه دی دا اعتراضونه به پر مونږ باندې واردیدل، خو مونږ د مجبوریت په خاطر د ډیر سخت مجبوریت په خاطر دغه مبارزه کوله هغه دا وه، چې مونږ کولی نشو چې د امریکایانو اډو ته ځانونه ورسوو، مونږ کولی نشو، چې د اشغالګرو په مقابل کې جهاد وکړو، چې دغه له منځ څخه ونه باسو".

د طالبانو د اسلامي امارت د دفاع وزارت سرپرست په کابل کې د افغانستان د وسله والو ځواکونو د طبي علومو اکاډومۍ کې د افغان- سین په نوم درییم نړیوال کنفرانس ته د وینا پر مهال د افغان پانګه والو هم وغوښتل، چې د روغتیا په سکټور کې دې پانګه واچوي ترڅوافغانان د علاج لپاره بهرنیو هیوادونو ته د تللو څخه خلاص شي.

د افغانستان د سیاسی چارو کارپوهان د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر اخوند د زوی دا څرګندونې مهمې ګڼي، خو وايي، چې د خلکو همکاري ته زمینه برابرول د طالبانو کار دی، چې څنګه هغوی خلک په نظام کې شریک کړي.

د سیاسي چارویو کارپوه طارق فرهادي وايي، چې اوس خو په نظام کې د طالبانو پرته نورو ته برخه نه ده ورکړل شوې.

ښاغلي فرهادي وویل: "د طالبانو د دفاع وزارت د سرپرست د څرګندونو په اړه، چې د نوي دښمن سره، چې داعش، لوږه او اقتصادي ستونزې او بندیزونه دي ټول یو ځای یې پر وړاندې لاس په کار شو، دا سمه ده، خو طالبان باید نورو ته اجازه ورکړي، چې ورسره همکاري وکړي په حکومت او حکومتدارۍ کې په دولت کې د دولت په لوړو پوستونو کې، د یوې خوا د نورو افغانانو څخه د مرستې غوښتونکي دي او د بلې خوا تراوسه په حکومت کې یوازې طالبان لیدل کیږي".

ښاغلی فرهادي وايي، چې حکومت باید پراخه شي. دې وايي د افغانستان ټول خلک په خپل هیواد کې د سولې او ثبات غوښونکي دي. طارق فرهادي وايي همداشان طالبان باید نړیوالو غوښتنو سره ځانونه برابر کړي په ځانګړي ډول د ښځو حقونو ته پاملرنه وکړي او هغو ته د کار او زده کړو زمینه برابره کړي.

طالبانو د اسلامي امارت د دفاع وزارت سرپرست د افغانانو څخه د ګډې مبارزې دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې نن په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو جمع روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه جوړه شوې ده. د ایران د بهرنیو چارو وزیر دې غونډه کې په افغانستان کې د یو پراخ بنسټه حکومت په جوړیدو ټینګار کړی دی.