شاته

ملګري ملتونه: د افغانستان د نیمايي نه زیاته ابادي د لوږې سره مخامخ کېدلی شي

ملګرو ملتونو خبردارې کړی په افغانستان کې د نیمې نه زیاته ابادي په سختو حالاتو کې د لوږې د خطر سره مخامخ ده .

د ملګرو ملتونو د خوراک ادارې په بېړنۍ ډول د مرستې غوښتنه کړې او وايي افغانستان کې د خوراک ضرورتونه لوړې کچې ته رسیدلي دي.

د ملګرو ملتونو د خوراک ادارې ورلډ فوډ پروګرام چارواکو په خپل خبرداري کې ویلي چې که چېرې په فوري توګه د افغانستان سره مرستې ونشوې نو د ژمي په موسم کې به قربیاً 23 میلینه خلک د لوږې سره مخامخ شي چې د ټولې ابادی د نیمې نه زیاته برخه جوړېږي.

د اېف ای او ډاېریکټر جنرل کیو یو ډونګیو ویلي “باید د افغانستان د پاره مرستې تېزې کړی شي وړاندې د دې نه چې د هېواد یوه لویه برخه د رابطو نه کټ شي او د ماشومانو، ښځو، او لوی عمر خلک په لوږه کې وي. مونږه دې ته انتظار نشو کولی چې انساني بحران د سترګو په وړاندې اووینو”

د خوراک نړیوال پروګرام انتظامي ډاېریکټر ډیوډ بیسلي بیا ویلي چې د ژمي په دې موسم کې به د میلینونو افغانانو سره د لوږې او یا بیا د هېواد په پرېښودو کې یوه لاره وي. که چېرې په مرستو کې فوري اضافه ونشوه او معیشت بیا راژوندی نکړی شو نو د تباهۍ د ورځو شمېره به پېل شي او لاسونو کې به تباهي وي.

بیسلي زیاتوي چې لوږه زیاتېږي او ماشومان مري، خلک یواځې په وعدو نشو غولولی. وعدې په پېسو کې بدلول پکار دي. نړۍ له د انساني بحران مخنیوي د پاره یو کېدل پکار دي کوم چې تېزی سره د قابو نه وځي.

د خوراک نړیوالې ادارې په رپورټ کې ویلی شوي دي چې د نومبر نه د راتلونکي کال 2022 د مارچ پورې هر دویم افغان ته د فوري مرستو او د ژوند ضرورتونو تحفظ پکار دی چې د انساني تباهۍ مخنیوی وکړی شي.

په رپورټ کې دا هم ویلی شوي چې ملګري ملتونه دا څېړنه کوي چې وګوري په تېرو لسو کالو کې دا تر ټولو غټ ناورین دی چې خلک به پکې د شدید خوراک د کمی سره مخ شي.

نړیوالې ادارې اوچا بیا خپل رپورټ کې ویلي دي چې د ملکي حالاتو او غربت اه وجې روان کال د پاسه شپږ لاکه 77000 زرو خلکو هېواد یا کورونه پرېښودي او 9 لاکه 38000 نور بیا هېواد ته بېرته راغلي دي. ددې ترڅنګ لویه شمېره خلک په هېواد کې دننه محفوظه ځایونو ته انتقال شوي دي.

اوچا خپل رپورټ کې وايي هېواد ته ستون شوو خلکو کې د ایران نه 9 لاکه او 26000 او بل ګاونډي هېواد پاکستان نه 12000 کسان او بیا نوره شمېره د اروپايي هېوادونو نه بېرته افغانستان ته واپس شوي دي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي