شاته

د کرکټ د نړیوال جام په دویم پړاو کې د افغانستان لومړنۍ سیالي

د کرکټ د نړیوالې شورا د شل اوریز نړیوال جام په دویم پړاو کې د دویم ګروپ دویمه لوبه د افغانستان او سکاټلینډ د لوبډلو تر منځ نن دوشنبه اکټوبر ۲۶ (لړم۳) د شارجې په لوبغالې کې کیږي.

افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی او سکاټلنیډ د دویمې درجې یا اسوشیټ غړیتوب لري.

لوبه د افغانستان په وخت د ماښام په ۷ بجو پیل کیږي.

دا د روان نړیوال جام په سیالیو کې د افغانستان لومړنۍ ګروپي لوبه ده.

د افغانستان سره په دې ګروپ کې د سکاټلنیډ تر څنګ هند، پاکستان، نیوزلینډ او نمیبیا لوبډلې شاملې دي.

افغانستان تر دې وړاندې هم د سکاټلینډ سره په نړیوال جام کې مخامخ شوی او د نړیوال جام یوازینۍ ګټل شوې لوبه یې هم د سکاټلنیډ سره وه. افغانستان دا لوبه د۲۰۱۵ کال د یو ورځنیو نړیوال جام په سیالیو کې چې په نیوزلینډ کې وې، د سکاټلینډ نه ګټلې وه.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان محمد نبي تیره ورځ په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ په شل اوریز نړیوال جام کی د سکاټ لینډ خلاف د خپلې لومړۍ سیالۍ نه مخکې خبري کانفرانس ته وویل چې دوی ټولو سیالیو ته یو شان تیاری نیولی او د هر ټیم سره به د هغې د قوت په اندازه مقابله کوي.

افغانستان د سکاټلینډ سره ۶ د شلو شلو اورونو لوبې کړي او ټولې افغانستان ګټلي دي خو دا ځل سکاټلینډ د نړیوال جام په لومړني پړاو کې خپلې درې واړه لوبه وګټلې او تر ټولو ستر بری یې د بنګله دیش په خلاف و چې د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړیتوب لري.

د افغانستان د لوبډلې ډیره اتکا په دریو ورو توپ اچونکو (محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمان) ده. د سکاټلیند لوبډلې هم منلې چې د نړۍ په کچه د افغانستان دا درې ورو توپ اچونکو یو ګواښ دی خو وایي چې لوبډلې پدې کار کړی چې ځنګه برعکس فشار پدې درې افغان لوبغاړو واچول شي.

د روانو شل اوریزو لوبو په لومړي پړاو کې سکاټلینډ درې واړه لوبې په عمان کې کړې او دا یې لومړی ځل دی چې د شارجې په لوبغالې کې لوبه کوي.