شاته

د ټي-۲۰ ورلډکپ په لوبو کې د هند په وړاندې د پاکستان تاریخي کامیابي

د پاکستان د کرکټ ټیم په ټي-۲۰ نړېوال کپ لوبو کې د اتوار/یکشنبې په ماښام خپل رقیب هندوستان ته په لس وېکېټو ماته ورکړه.

په دې لوبه کې چې په ډوبی انټرنشنل سټدیم کې ترسره شوه، اول هند بېټینګ وکړ او پاکستان ته یې د ۱۵۲ ټارګېټ غوره کړ. په دې کې د هند د ټیم اووه ویکټې وسوځېدې.

په دې لوبه کې شاهین افریدي وکړی شول چې درې وېکېټې واخلي. شاهین د هند ټیم د کپټن وېرات کوهلي وېکېټه هم واخېسته. په آخره کې د مېچ پلېئر یا د لوبې غوره لوبغاړی هم شاهین افریدی وټاکل شو.

د پاکستان له اړخه د لوبې په دویم میدان کې کپټن بابر اعظم او محمد رضوان بېټینګ پیل کړ چې تر آخره په لوبه کې پاته شول او نه سوځېدل. په دې کې بابراعظم او محمد رضوان دواړو پنځوسیزې (هف-سنچرۍ) پوره کړې. بابر اعظم اته شپېته (۶۸) رنزه او محمد رضوان یو کم اتیا (۷۹) رنزه جوړل کړل.

د پاکستان صدر محمد عارف علوي د دوی په اړه یو ټویټ کې ولیکل: «د محمد رضوان او بابر اعظم له خوا زبردست بېټېنګ. څومره د خوشحالۍ خبره ده چې مکمله غلبه ګورو. د یو ښه اختتام په لور!»

وزیراعظم عمران خان هم په خپل ټویټر یو تصویر خپور کړی چې ښکاري هغه د خپلې کابینې له یو شمېر وزیرانو سره ناست دی او په ټلوېژن لوبه ګوري. عمران خان لیکلي: «پاکستاني ټیم ته، په خصوص بابر اعظم ته چې په پوره جرآت یې د ټیم قیادت وکړ، او رضوان و شاهین افریدي ته، چې له ځانونو یې شانداره کارکردګي وښودله، د زړه له کومې مبارکي وایم. قام په تاسو فخر کوي.»

پاکستان به پخپلې بلې لوبې کې د راتلونکې نهې/سې شنبې په ورځ د نیوزېلنډ سره مقابلې ته ولاړ شي او بیا به یې د جمعې په ورځ د افغانستان سره لوبه وي. د هندوستان بله لوبه آینده اتوار/یکشنبې ورځ د نیوزيلنډ سره ده.

د ټی-۲۰ ورلډ کپ په لوبو کې به سبا افغانستان خپله اوله لوبه د سکاټلنډ په وړاندې ترسره کړي.