شاته

وزیراعلی جام کمال خان مستعفي او د بلوچستان حکومت تحلیل شو

د بلوچستان اعلی وزیر میر جام کمال خان له خپلې دندې استعفی ورکړه.
د بلوچستان ګورنر هاوس ددې پخلی کوې چې وزیر اعلی جام کمال استعفا ورکړې ده او ګورنر سید ظهور آغا هغه منظوره کړه او کابېنه تحلیل شوه.

د جام کمال پر وړاندې د بلوچستان اسمبلۍ کې د بې باوری تحریک وړاندې شوی و، چې د ګل/دوشنبې په ورځ به رای اچول کېدله. د بلوچستان عوامی ګوند ناراض غړي د اپوزیسیون په ګډون د وزیر اعلی جام کمال ځخه د استعفی غوښتنه کوله.

په ټویټر کې په خپل پیغام کې، جام کمال لیکلي: "د ډیر ترتیب شوي د سیاسي خنډونو سره سره، ما خپل وخت او انرژي د ټول بلوچستان حکومتدارۍ لپاره ځانګړې کړې." هغه داهم لیکلي: "انشاالله ، زه غواړم په درناوي سره پریږدم او د خرابې حکومتدارۍ په جوړولو او د دوی د مالیاتی ایجنډې برخه نه وګرځم."

په ټویټر په یو بل پیغام کې، جام کمال وزیر اعظم عمران خان نه وغوښتل چې له خپلو مرکزی کابینې غړو وغواړي چې د بلوچستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي.

د جام کمال د استعفی اوازې يوه ورځ له مخ هم خپرې شوې وې چې هغه په ټویټر پیغام کې ردی کړې وی. هغه د بې باوری تحریک په اړه په خپلو پیغامونو کې دا هم وویل چې "هغه کسان چې د واک او لالچ لپاره وږي دي، باید خپله شوق پوره کړي".

هغه وویل چې د بلوچستان عوامي ګوند، ډی ايم او د بلوچستان عوامي ګوند خوابدې ډله او د پاکستان تحریک انصاف په ګډون کې یو څو مسؤل خلک په راتلونکو ورځو کې صوبې د هر ډول زیان ذمه واره به وي. جام کمال وویل: "که پي ډي ایم وګټي او له دې غړو سره حکومت جوړ کړي، موږ به په اپوزیسیون کې کښېنو."

تر دې وړاندې، د بلوچستان اسمبلۍ څلور غړي چې د جمعې په ورځ "ورک" اعلان شوي وو، د خالي/شنبه په ورځ دغه درې ښځې مه جبېن شیران، بشری رند، لیلیه ترین او اکبر اسکانی له اسلام آباد څخه کویټه ته د بلوچستان په سرکاری جهاز کې راغلل، د میر عبدالقدوس کور ته ورغلل، چیرې چې د بلوچستان د وزیر اعلی جام کمال مخالف یو شمیر نور غړي هم ناست وو، چې د دوی ملاتړ یې وکړ.

د اکتوبر په 20 مه نېټه کله چې د بلوچستان وزیراعلی جام کمال خان پرضد د بې باورۍ تحریک وړاندې شو ې وو، دغو څلورو هم لاسليکونه کړی وو خو غونډیو ته رانه غلل. مخالفې ډلې تور لګوي چې دوی بې درکه کړی شوي و.

د بلوچستان ایتلافي حکومت په شپږو ګوندونو مشتمل دی. د بلوچستان د وزیر اعلی جام کمال په خپل ګوند بلوچستان عوامي ګوند سربېره، عوامی نشنل ګوند، هزاره ډیموکریټ ګوند، تحریک انصاف، جمهوری وطني، اېن پي عوامي او آزاد غړي په کې شامل وو.