شاته

په پارلېمنټ کې د قبایلي ضلعو څوکۍ زیاتوولو دپاره د قانون مسوده منظوره شوه

د قامي اسمبلۍ د قانون او انصاف قایمه کمېټۍ په قامي او صوبايي اسمبلو کې د خېبرپښتونخوا د قبايلي ضلعو چوکۍ زیاتولو په اړه د قانون مسوده منظوره کړې ده.

مسوده وړاندې کوونکې د پښتون ژغونرې غورځنگ د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ وویل چې د حکومت مخالفه پېپلز پارټۍ او پاکستان مسلم لیگ (ن) ورته باور ورکړی دی چې د پارلېمنټ نه د دغه قانون په منظورولو کې به ورسره مرسته کوي. د محسن داوړ ترڅنگ د قامي اسمبلۍ بل غړي ساجد خان دغه مسوده وړاندې کړې دی.

په مجوزه قانون کې د قباېلې ضلعو د قامي اسمبلۍ لپاره څوکې د شپږ پر ځای نهو ته او د صوباې اسمبلۍ چوکې د ١٦ پر ځای ٢٠ ته رسوولو وړاندېز شوی دی. د ملي اسمبلۍ د قانون او انصاف قایمه کمېټۍ د اوږد بحث وروسته د قانون دغه مسوده د قانون سازۍ دپاره منظوره کړه.

د قایمه کمېټۍ په غونډه کې شریک د قبایلې ضلعو اتوو غړو د جمېعت علما اسلام او د واکمن تحریک انصاف غړو د قانونې مسودې په حق او حکومت مخالفه پېپلز ګوند او مسلم لېګ نواز غړو د قانونې مسودې په ضد ووټ اچولې دي.

د حکومت مخالفه ګوندونو دریځ خپل کړی چې د نوي ائیني ترمیم د منظورۍ عمل سره به په قبایلې سیمو کې د صوباي اسمبلۍ د ټاکنو لپاره اعلان کړې شوي د جولايي د دویمې نېټه ترتېب به وځنډېږي او انتخابات په بېا کېدلو اندېښنې را اوچتېدې شې.

د حزب اختلاف بل دریځ دا دی چې د انتخابې شېډول جاې کېدلو تر څنگ د دستورې بدلون عمل پېل کېدلو سره یو شمېر ستونزې هم رامخې ته کېدلی شي.

په دې موقع د قانون او انصاف مرکزې وزیر فروغ نسېم ویلي که چېرې په قامی او صوبايي اسمبلو کې د چوکو زېاتوولو دپاره که دستوري بدلون وخت اخلي نو په قبایلي ضلعو کې اعلان شوي انتخابات ځنډول کېدی هم شي.

په اسمبلو کې د قبایلي ضلعو د چوکو زیاتوولو قانوني مسوده وړاندې کوونکی د پښتون ژغورنې غورځنګ د قامي اسمبلۍ غړی محسن داوړ هم د انتخاباتو د ځنډول کېدو په هکله د حکومتې وزېر د دریځ حمایت کوي.

محسن داوړ وي او ای ډېوه ته وویل چې دوی به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د ائیني ترمیم مسوده قامي اسمبلۍ ته وړاندې کوي او دا چې د پېپلز ګوند او د مسلم لېګ نواز ګوند قېادت دوې ته دستورې بدلون په حق کښې د ووټ اچوولو باور ورکری دی.

او ډېوه رېډېو سره خبرو کښې د واکمن تحریک انصاف ګوند د قانون او انصاف کمېټۍ غړي شیر علي ارباب هیله لرې چې که د حکومت مخالف یو لوې ګوند هم د دوې سره ملاتړ وکړو نو بیا دستورې بدلون منظورېدل یقیني دي.

د قبایلي ضلعو په خېبر پښتونخواه کښې د ورګډوولو لپاره شوي دستوري بدلون د لاندې د قبایلي ضلعو چوکۍ د دولس پر ځای شپږ مقر کړی شوې وې خو اوس قایمه کمېټي د غه چوکۍ نهو د رسول غواړي.