شاته

افغانستان خپله دویمه تمریني لوبه له ویسټ انډیز نه وګټله

افغانستان د کرکټ د شل اوریز نړیوال جام په دویمې تمریني لوبه کې ویسټ انډیزته په ۵۶ منډو ماتې ورکړه.

دا لوبه نن د چهارشنبې په ورځ‌ اکتوبر ۲۰(تلې ۲۸) په دوبۍکې وشوه.

افغانستان له پچې ګټلو وروسته لومړۍ د توپوهنې پریکړه وکړه او د تیر لوبې په شان محمد شهزاد او حضرت الله ځاځي افغانستان لپاره لوبه پیل کړه.

حضرت الله ځاځي او محمد شهزاد د لومړۍ ویکټې لپاره د ۹۰ منډو ملګرتیا وکړه. ځاځي په ۳۵ توپونو باندې د ۲ شپږیزو او ۸ څلوریزو په مټ ۵۶ منډې وکړې. محمد شهزاد هم په ۳۵ توپونو باندې د یوې شپږیزې او ۶ څلوریزو په مټ ۵۴ منډې وکړې.

ګربز ۳۳، نجیب ځدراڼ ۲۳، نبي ۶ او ګلبدین نایب ۳ منډې وکړې. اصغر افغان په یوه منډې وسوځید.

افغانستان ویسټ انډیز ته د ۱۹۰ منډو هدف وټاکلو چې بیرته په ځواب کې د ویسټ انډیز لوبډلې په ۲۰ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره یواځې ۱۳۳ منډې وکړې.

ویسټ انډیز لپاره تر ټولو ډیرې منډې روسټن چېس وکړې. هغه په ۵۸ توپونو د یوې شپیږیزې او ۶ څلوریزو په مټ ۵۴ منډې وکړې.

د افغانستان لخوا محمد نبي تر ټولو ښه توپ اچوونه وکړه او په خپلو څلورو اورونو کې یې ۳ کسان وسوځول او یواځې ۲ منډې یې ورکړې.

دالوبه هم د تیرې لوبې په څیر یوه تمریني لوبه وه چې نتیجه یې د لوبډلو په جدول کې د هغوي پهموقفونو کوم اغیز نلري.

په نړیوال شل اوریز جام کې د افغانستان لومړۍ لوبه د اکتوبر په ۲۵ ده.