شاته

پښتو سره مینې په حاجي اسلم څلور زره زړې سندرې تاریخ ته خوندې کړې

دهغه په وینا دا سندرې د نولس سوه دویم نه شروع شوې دي او تر ۱۹۳۴م کې چې کله دلته بجلي راغله د هاغه وخت سندرې پکې هم شاملې دي.

د نوښار ضلعې پبو سره خوا کې د ډاګ بیسود اوسیدونکي حاجي اسلم خان د ځوانۍ نه موسیقۍ او پښتو ادب سره شوق مینه لرله خو موسیقۍ کې د کردار لوبولو موقعه ورته هاغه وخت په لاس ورغله کله چې ده کال ۲۰۰۰ کې ریډیو پاکستان پیښور کې ملازمت شروع کړو.

نوموړی وایس اف امریکا ډیوه ته وایي ما د هاغه وخت سټیشن ډایریکټر خدایې بخښلي نثار محمد خان ته وړاندیز وکړو چې زه د پخوانیو سندرغاړو یو پروګرام شروع کول غواړم چې نوم به یې تیر هیر آوازونه وي.

وایي د سټیشن ځینو تنانو په دې بنسټ زما د وړاندیز مخالفت وکړو. ځکه چې سټیشن کې صرف څوارلس د پښتو زړې سندرې خوندي وې.

اسلم خان وایي "ډایریکټر راته د پروګرام شروع کولو اجازه راکړه. د ریډیو په ذریعه مونږ خلکو نه خواست وکړو که چا سره زاړه ریکارډي ککوړي یعنې د ګراموفون ریکارډونه خوندي وي نو تر مونږ دې یې راورسوي"

حاجي اسلم خان وایي دغه پروګرام کامیاب لاړو او هغه ته پکښې په شخصي توګه هاغه تنانو سره د رابطې ذریعه جوړه شوه کومو سره چې زاړه ریکارډونه کورونو کې پراته وو.

"دا وخت ماسره د خوندي سندرو شمیره څلور زره ده. خو دې کې به ځینې داسې هم وي چې دوه ځایه به محفوظ شوې وي نو مونږ به یې درې، درې نیم زره حساب کړو"

دهغه په وینا دا سندرې د نولس سوه دویم نه شروع شوې دي او تر ۱۹۳۴م کې چې کله دلته بجلي راغله د هاغه وخت سندرې پکې هم شاملې دي.

"دې کې ما سره پنځه سوه نغمې داسې دي چې هغه مونږ د نمونې په توګه ساتلې دي. د هغې صحیح آواز نه را اوځي. ځکه چې هاغه ګراموفونې اوس نیشته چې دا به پرې غږیدل"

حاجي اسلم وایي ممکنه ده راتلونکي کې ټیکنالوژي دومره وده وکړي چې دغه ککوړي هم هغوئ په صحیح توګه واوړي.

وایي "زه پښتونخوا کې اووه اته تنان داسې پیژنم چې هم دغه شوق به یې لرلوخو د بده مرغه د هغوئ په مړینه د هغوئ وارثانو ټولې زړې ګراموفونې، ریکارډي ککوړي او کیسټې یا خو ضایع کړې او یا یې هم په ډیرو لږو پیسو خرڅې کړې"

نوموړی وایي اوس هم دهغه تر څنګ څلور، شپږو تنانو سره دا زاړه شیان خوندي دي. که حکومت وغواړي ددې د لا خوندیتوب لپاره کوم ګام اخلي نو دوئ به ورسره بشپړه مرسته وکړي.

دغې د زړو هنرمندانو انځورونو لیدو او تیر، هیر اوازونو اورید لپاره شوقیان د حاجي اسلم حجرې ته ورځي چې پکې نثار خان هم شامل دی. نوموړی د حاجي اسلم زیار ستایي او وایي:

"ده چې دا کوم کار وکړو. زمونږ هاغه اتلان چې خلکو هیر کړي وو. حالانکې هغوئ د پښتو ادب، ژبې او موسیقۍ ډیر خدمت کړی دی. هغې پسې ده لټون شروع کړو. څیړنه یې وکړه. هغوي یې راپیدا کړل د هغوي ریکارډونه یې راپیدا کړل. نه یوازې دا چې هغه یې راپیدا کړل بلکې هغه یې محفوظ کړل. د تاریخ په پاڼو کې هغه د ټول عمر لپاره محفوظ شول. ده چې په یوازې مټ دا کوم کار کړی دی. دا ډیر لویې کار دی. دا خو د حکومتي ادارو او يونیورسټو کارونه دي"

نثار خان وایي حاجي اسلم نه یوازې آوازونه خوندي کړي دي بلکې دغه ټول معلومات یې کتابي شکل کې چاپ کړي هم دي. چې پکې د پښتو فلمونو مکمل تاریخ او د سندرغاړو ګټه ور معلومات شامل دي.

نوموړی زیاتوي که حکومت داسې کوم بندوبست وکړو چې دې شیانو ته د عامو خلکو رسیدل هم اسان شي نو ډیر خلک به ددې نه خوند واخلي.