شاته

د طالبانو له اړخه د ځانمرګو بریدګرو ستاینه او په وړاندې یې غبرګونونه

د حقاني سختدریځې ډلې مشر سراج الدین حقاني چې اوس د طالبانو په حکومت کې د دوی د داخله چارو وزیر ټاکل شوی، د ځانمرګو بریدکوونکو له وارثانو/د کورنیو غړو سره ملاقات کړی او ورسره یې د نغدي مرستو ترڅنګ، د مځکو د تقسیم وعده هم کړې ده.

د طالبانو د داخله وزارت ویاند قاري سعید خوستي ویلي چې دا ملاقات د کابل په انټرکانټیننټل هوټل کې شوی او هلته سراج الدین حقاني، ځانمرګي بریدګر چې تر اوسه یې د دوی له اړخه بریدونه کړي دي، "د اسلام او هېواد اتلان" بللي دي.

د طالبانو د داخله وزارت ویاند زیاته کړې چې د غونډې په پای کې د ځانمرګو بریدګرو کورنیو ته لس لس زره افغانۍ او جامې ورکړل شوې او ورته وعده وشوه چې ځمکې به هم ورکول کیږي.

په سوشل میډیا باندې دې خبر ته پراخ غبرګونه ښودل شوي او اکثرو ویلي، طالبانو د خپلو ترهګرو کورنۍ ونازولې، مګر د هغو زرګونو کونډو او یتیمانو حال به څه وي چې د طالبانو په ځانمرګو حملو کې یې عزیزان وژل شوي دي.

د مصطفی هزاره په نوم یو افغان خبریال چې اوس فرانس کې اوسیږي، پخپل ټویټر د مثال په توګه د یوې پېښې یادونه کړې او لیکلي یې دي چې: طالبانو په یوې شاندارې دستورې کې د هغه ځانمرګي بریدګر د کورنۍ ستاینه وکړه کوم چې د ۲۰۱۶ کال د جنوري په ۲۰مه یې د طلوع ټلویژن د کارکنانو په ګاډي حمله وکړه او د طلوع ټلوېژن اته کارکنان یې ووژل.

یاده دې وي چې د هغې حملې ذمه واري وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په غاړه واخیسته او دا یې په څرګنده وویل چې د دوی هدف د طلوع ټلوېژن کارکوونکي و.

طالبانو، او په خصوص حقاني ډلې، په پوځي او غېرپوځي ځایونو ګڼل شمېر ځانمرګي بریدونه کول چې په هغو کې پوځيان او عامو خلکو ته مرګ ژوبلې اووښتلې. د هغو بریدونو یو بل مثال، د ۲۰۱۱ کال د جون په ۲۸مه د کابل په انټرکانټیننټل هوټل باندې ډله ییز ځانمرګی برید و چې د شلو کسانو نه زیات په کې ووژل شول او په کې عام افغانان هم شامل و. د هغې حملې ذمه واري هم طالبانو منلې وه.

د کابل په انټرکانټیننټل هوټل باندې د طالبانو ډله ییز ځانمرګی برید - کال ۲۰۱۱
د کابل په انټرکانټیننټل هوټل باندې د طالبانو ډله ییز ځانمرګی برید - کال ۲۰۱۱

د هغه نه پس د ۲۰۱۸ کال د جون په ۲۰مه نېټه یو ځل بیا طالبانو په هماغه انټرکانټیننټل هوټل ډله ییزه ځانمرګې حمله وکړه، لږ تر لږه اوه افغانان او یوولس بهرني شهریان چې په هوټل کې اوسېدل، ووژل شول. د بشري حقونو د څار نړېوال تنظیم، هغه برید یو جنګي جنایت بللی و.

کلونه پس، په هماغه انټرکانټیننټل هوټل کې دا دی د طالبانو حکومت د ځانمرګو بریدکوونکو کورنۍ مېلمه کړې او ورسره یې خواخوږي وښوده.

د طالبانو او حقاني ډلې ترڅنګ، داعش ډله هم ځانمرګي بریدونه کوي، چې هغه بیا زیاتره په شیعه اقلیتونو وي. که څه هم طالبان خپل د ډلې ځانمرګي بریدګر ستایي او هغوی "فدایي یا استشهادي" ګڼي، مګر داعش ډله یوه فتنه بولي او د هغوی ځانمرګو ته دا ټکي نه کاروي.

په کندز کې د اکټوبر په ۸مه نېټه، د شیعه ګانو په یو جومات ځانمرګی برید وشو چې داعش یې ذمه واري ومنله
په کندز کې د اکټوبر په ۸مه نېټه، د شیعه ګانو په یو جومات ځانمرګی برید وشو چې داعش یې ذمه واري ومنله

د نیلوفر مرادي په نوم یوې افغانې په ټوېټر باندې لیکلي: «څو ورځې وړاندې، طالبانو په یو شیعه جومات باندې ځانمرګی برید وغانده، نن هماغو (طالبانو) د هغو ځانمرګو بریدګرو ستاینه وکړه کوم چې سلګونه بېګناه خلک یې وژلي دي، او (کورنیو ته یې) پیسې او ځمکې ووېشلې. افغانستان به د ترهګرۍ ځاله وګرځي. دا ترهګري به په ټولې نړۍ خوره شي.»

په افغانستان کې د تېرو څه باندې څلوېښتو کلونو نه جګړه روانه ده، خو ځانمرګي بریدونه، آن کله چې شورویان هم په افغانستان کې و، نه ترسره کېدل. اول ځل دپاره په ۲۰۰۳ کال کې افغانستان کې ځانمرګی برید وشو چې هغه هم ویل کیږي یو عرب جنګیالي ترسره کړ. کرار کرار دا طریقه په تندلارو طالبانو کې رواج پیدا کړ او وروسته دومره عامه شوه چې نن سبا په جوماتونو کې دننه هم په عامو مسلمانانو د لمانځه د اداینې په وخت ځانمرګي بریدونه کیږي.

د نړۍ ګڼ شمېر دیني عالمانو، او په دې کې د افغانستان د پخواني حکومت په وخت کې افغان اسلامي عالمانو، ځانمرګي یا خودکشه بریدونه د اسلام د نظره حرام بللي دي

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۱۹ کلونو تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.