شاته

یونیسف: د یمن په جګړه کې هره ورځ شاوخوا څلور ماشومان مړه او ټپیان کیږي 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونیسف خبر ورکوي چې په یمن کې د جګړو له پیل څخه تر اوسه پورې په هغه هیواد کې شاوخوا ۱۰ زره ماشومان مړه او یا هم معلول شوي دي.

یونیسف خبر ورکړی چې دا ماشومان په یمن کې د ۲۰۱۵ کال راهیسې د سعودي عربستان څخه د ملاتړو حکومتي ځواکونو او د ایران له ملاتړ څخه د برخمنو حوثي اروپکو ترمنځ د جګړو له امله مړه او یا هم معلول شوي دي.

یونیسف دا د "عطف یوه د شرم وړ نقظه" بللې او ویلي یې دي د جګړې له پیل څخه ، هره ورځ په جګړو کې څلور ګیر پاتې شوي ماشومان مړه او یا هم معیوب شوي دي.

په داسې حال کې چې د ۱۰ زره ماشومانو د وژل کیدو او ټپي کیدو رقم هم زیات دی، خو د ماشومانو ایجنسي وایي دا شمیر تر دې هم لوړ دی.

د یونیسف ویاند جیمز الډر ویلي، په دې وروستي رقم کې یوازې هغه موارد شامل دي چې د ملګرو ملتونو له خوا تائید شوي دي. نوموړي وویل ډیر شمیر نور مړه او ټپي شوي ماشومان له حساب څخه پاتې شوي دي.

د یونیسف ویاند زیاته کړه، ګڼ شمیر نور ماشومان د جګړو په ځای د غیر مستقیمو او داسې پيښو له امله وژل شوي چې مخنیوی یې کیدای شوای. نوموړي زیاته کړه، ماشومان همدارنګه د کولرا، شرې، خوارځواکۍ او لوږي‌ په شان ناروغیو له امله د مرګ له خطر سره مخ دي.

د یونیسف د چارواکو په وینا، په هرو لسو دقیقو کې یو ماشوم د مخنیوي وړ ناروغۍ له امله ژوند له لاسه ورکوي او په تیرو دوو کلونو کې د ماشومانو او میندو په مړینه کې هیڅ تغیر راغلی ندی.

ښاغلي الدر ویلي‌"یمن د ماشومانو لپاره د نړۍ تر ټولو ستوزمن ځای دی او په هغه هیواد کې وضعیت په عجیب شکل د خرابیدو په حال کې دی."

نوموړی چې په دې وروستیو کې د یمن له ماموریت څخه ستون شوی، ویلي دي چې ماشومان په هغه هیواد کې له متعددو خطرونو سره مخ دي. د هغه په وینا، له هرو پنځو ماشومانو څخه څلور او یا هم په بل عبارت ۱۱ میلیونه یمني ماشومان عاجلو بشري مرستو ته ضرورت لري.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي زیاته کړې چې په یمن کې ماشومان له جدي خوارځواکۍ څخه رنځیږي او په میلیونونه نور د څښاک د پاکو اوبو له کموالي سره مخ دي او دوه میلیونه ماشومان ښوونځي ته له تګه محروم دي.

د یونیسف ویاند ویلي دي د یمن اقتصاد د له منځه تلو په حال کې دی او خلک د ژوندي پاتې کیدو لپاره هڅه کوي.

الډر زیاته کړې، د یمن اکثریت خلک د خپلو ګاڼو او یا هم د کور د وسایلو په پلورلو سره هڅه کوي چې ځان او خپلو ماشومانو ته خواړه برابر کړي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي دي چې یاد سازمان په عاجل شکل ۲۳۵ میلیونو ډالرو ته ضرورت لري څو د ۲۰۲۲ کال تر نیمایي پورې اړمنو یمنیانو ته مرستې برابرې کړي.

یاد سازمان خبرداری ورکړی که دا مالي مرستې برابري نشي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق به مجبور شي چې له اړ ماشومانو سره خپلې حیاتي مرستې کمې او یا هم بیخي بندي کړي.

وروسته له هغه چې حوثي اورپکو په ۲۰۱۴ کال کې د یمن پلازمینه صنعا ونیوله، د هغه هیواد جمهور رئیس عبدربه منصور هادي د سعودي عربستان پلازمینې ریاض ته پناه یوړه.

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف د ښاغلي هادي له حکومت څخه په ملاتړ د ۲۰۱۵ کال په مارچ میاشت کې د حوثي اورپکو پر ضد عملیات پیل کړل او یا هیواد له هغه وخته تر اوسه پورې د خونړۍ جګړې شاهد دی چې له امله یې څه باندې ۱۳۰ زره کسان وژل شوي او د نړۍ تر ټولو بد انساني ناورین یې هم رامنځ ته کړی دی.