شاته

د غږ تر سرعت د چټک میزایل ازمایل؛ روسیې د چین دفاع وکړه 

مسکو نن د اکتوبر په ۱۹ (تلې ۲۷) وویل چې چین د غږ د سرعت څخه د چټک میزایل په ازمایلو سره چې رپوټ یې ورکړل شوی، د هیڅ نړیوالې ژمنې نه سرغړونه نده کړې او روسیې ته یې هیڅ کوم ګواښ ندی پیښ کړی.

د کریملن ویاند ډیمتري پسکوف، زیاته کړه چې چین د خپلو نړیوالو ژمنو د چوکاټ سره په مطابقت کې خپل تسلیحاتي سیستمونه پراخوي.

هغه زیاته کړه چې روسیه هم په هیڅ صورت کې د وسلو د کنترول په هکله د هیڅ یوې ژمنې نه سرغړونه نده کړې او یواځې د خپل امنیت د خوندیتوب لپاره یې اقدامات کړي دي؛ هماغسې چې متحده ایالات د خپل راکټي دفاع د پروګرام له مخې عمل کوي.

وروسته له هغې چې د چین له لورې د غږ له سرعت څخه د چټک میزایل د ازموایلو په هکله په رسنیو کې رپوټونه خپاره شول واشنګټن وویل چې ددغه ډول میزایلو د تکنالوژۍ او چین او روسیې له لورې د هغې د پوځي تطبیقاتو په اړه اندیښمن دي.

سره له دې د چین د بهرنیو چارو وزارت د اکتوبر په ۱۸ (تلې ۲۶) وویل چې دغه هیواد د غږ څځه چټک میزایل نه بلکه فضایي بیړۍ یې ازمایلې ده چې له هغه څخه کیدای شي بیا استفاده وشي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجان، زیاته کړه هغه تکنالوژي چې په دغه فضایي بیړۍ کې کارول شوې ښایي د لګښتونو د کمېدو سبب شي او انسانانو ته د فضا څخه د سوله ییزې استفادې فرصت برابر کړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آستن، ګرجستان ته د سفر په ترڅ کې پدې هکله د نظر له څرګندولو ډډه وکړه، خو وویل چې هیواد یې د چین د پرمختللو تسلحیاتي سیستمونو پراختیا له نژدې څاري.

چین تر دې مخکې ویلي وو په پام کې لري ددې هیواد په ۱۳ نړیوال هوایي او فضایي ننداره کې د یو داسې توغندي څخه پرده پورته کړي چې د هغه هیواد د یوې دولتي ورځپاڼې د رپوټ له مخې سپوږمۍ ته د ۲۵ ټنه بار د انتقالولو توان لري.

د چین واکمن کمونیست ګوند په میلیاردونو ډالر د جنګي جت الوتکو، د رادار سیستم نه د فرار تکنالوژۍ، د بې پیلوټه الوتکو تولید او نورو تسلیحاتو وړولو ته ځانګړي کړي دي.