شاته

مسکو: روسیه، پاکستان او چین د افغانستان اقتصادي ملاتړ کوي 

مسکو وايي چې پاکستان، چین او روسیه غواړي چې افغانستان ته بشري مرستې ټولې کړې او د دغه هېواد څخه اقتصادي ننګه وکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزرات وايي نن سه شنبه اکتوبر ۱۹ (تلې ۲۷) د دغو هېوادونو استازو سره لیدلي او په دې اړه غږېدلي دي.

تر دې مخکې ترکیې هم ویلي وو چې له بحران څخه د طالبانو د وتلو لپاره بشري مرستو ته چمتو ده. ترکیه طالبانو په رسمیت نه پېژني خو مرستو ته اماده ده.

په همدې حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي دي چې روسیه به د اوس لپاره طالبان په رسمیت ونه پیژني او له دغې ډلې غواړي چې په خپلو ژمنو عمل وکړي.

ټاکل شوې سبا د چهارشنبې په ورځ د اکتوبر په ۲۰په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه وشي. امریکا وايي چې امریکا د لوجیستیکي مسائیلو له کبله په دغه غونډه کې ګډون نکوي.

په همدې حال کې نړیوال وجهي صندوق وايي چې په روان کال کې به د افغانستان اقتصاد ۳۰ په سلو کې منقبض شي چې له کبله به یې د افغانانو د کډوالۍ سبب شي او نژدې هېوادونه به اغیزناک کړي.

طالبانو د اګست په ۱۵ نېټه کابل ته ننوتل. امریکا د افغانستان لس میلیارد ډالر ګنګل کړي او نړیوال بانک هم په افغانستان کې د خپلو پروژو مالي تمویل بند کړی دی.