شاته

د امریکا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر کولن پاول مړ شو 

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو پخوانی وزیر او نظامي څېره کولن پاول د کرونا ویروس له کبله په څلور اتیا کلنۍ کې مړ شو.

د ښاغلي پاول کورنۍ د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۷ (تله ۲۵) په یوې اعلامیې کې د هغه د مړینې خبر خپور کړی دی.

دا اعلامیه د نوموړي د کورنۍ په فیسبوک کې خپره شوې ده. اعلامیه وايي: «هغه پوره واکسین (د کرونا ویروس) شوی و. موږ د والټر ریډ ملي صحي مرکز له کارکوونکو څخه د هغوی د پام وړ درملنې له کبله مننه کوو. موږ نن یو مهربان مېړه، پلار، بابا او ښه امریکايی له لاسه ورکړ.»

کولن پاول څلور ستوریز جنرال و او د پخواني ولسمشر جورج اچ ډبلیو بوش په دوران کې د امریکا د پوځ لوړ پوړی مقام لوی درستیز و.

هغه بیا وروسته د جورج ډبلو بش په دوران د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر شو.

د کروناویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ښار کې خپور شو. د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دې دمه د دغه ویروس له کبله په ټولې نړۍ کې څه باندې ۴.۹ میلیون خلک مړه شوي او تر۲۴.۷ میلیون نور انسانان په دغه ویروس اخته دي.

تر ټولو ډېر کسان د امریکا په متحدو ایالتونو کې مړه شوي چې شمېر یې څه باندې ۷۲۰زره ته رسي او همدغه راز څه باندې ۴۴ میلیون نور امریکايي په دغه ویروس اخته دي.

دا په داسې حال کې ده چې په امریکا له څو میاشتو راهېسې د کرونا ضد واکسین پیل شوی دی او میلیونونو امریکایانو دا واکسین کړی دی.