شاته

د جرمني او ترکیې مشران: افغانانو سره دې مرسته وشي چې مهاجرت ته اړ نشي

د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره د شنبې په ورځ اکټوبر ۱۶ ( تلې ۲۴) په لیدنه کې اروپا ته د ناقانونه کډوالو د مخنیوي په هکله د اروپايي اتحادیې او ترکیې د تړون په اهمیت باندې ټینګار وکړ.

آغلې مرکل چې په استانبول کې یې له ښاغلي اردوغان سره یوځای خبرې کولې وویل دا غواړي چې اروپايي‌ اتحادیه له ترکیې څخه ملاتړ ته دوام ورکړي او د اردوغان حکومت یې د سوري مهاجرو د منلو او له هغوی سره د مرستې په خاطر وستایه.

دواړو مشرانو د افغانستان په هکله هم خبرې وکړې، آغلې مرکل وویل دوی غواړي چې له افغانستان سره بشري مرستې یقیني شي چې نور افغانان بهر ته د مهاجرت کولو په خاطر د قاچاقچیانو ښکار نه شي.

د جرمني او ترکیې مشران په داسې حال کې له افغانستان څخه د کډوالو د بهیر د زیاتېدو په هکله خبرې کوي چې په دې وروستیو کې یونان له ترکیې سره په خپله پوله د سرحدي پولیسو شمیر زیات کړي. دغه هیواد ویره لري چې په افغانستان کې د موجود وضعیت له امله به ډیر شمیر افغانان هڅه وکړي چې په غیر قانوني ډول د دغه هیواد له لارې اروپا داخل شي

یونان له دوه کلونو راهیسې د مهاجرت لپاره خپله پالیسي او د خپلې پولې ساتنه سخته کړېده،له ترکیې سره په پوله یې یو دیوال غزولی او په عصري ټکنالوژۍ مجهزه د نظارت او څارنې یوه شبکه یې ورباندې نصب کړېده چې دغه هیواد ته د پناه غوښتونکو د وراوښتو مخه ونیسي.

دواړو مشرانو په جرمني کې د مهاجرو پرضد په تیره بیا ترکانو پرضد د توپیري چلند د له منځه وړلو په هکله هم خبرې وکړې.

دا به ترکیې ته د صدراعظمې په توګه د آغلې مرکل وروستی سفر وي، ځکه هغه په پام کې لري چې له ۱۶ کاله صدارت کولو وروسته، استعفا ورکړي.