شاته

د اپل شرکت د چین په غوښتنه د «قران مجید» اپلیکیشن لېرې کړی 

راپورونه وايي چې د اپل انلاین پلورنځي د چین د حکومت په غوښتنه په هغه هېواد کې د «قران مجید» اپلیکیشن حذف کړی دی.

د اپل شرکت لا په دې اړه رسمآ څه نه دي ویلي.

په واشنګټن ډي سي کې د چین سفارت ویاند د اسوشیتډپرس ته په یو استول شوي ایمیل کې هم په دې اړه معلومات نه دي ورکړي خو دا خبره یې کړې ده چې په چین کې د انټرنټ پراختیا باید د قوانینو او مقرراتو په اساس وي.

د پاکستان د معلوماتي مدیریت د خدمتونو شرکت د «قران مجید» دا اپلیکیشن جوړ کړی. دا شرکت وايي چې د چین د انټرنټ د ادارې ځواب ته منتظر دی چې اپلیکیشن یې بیا هلته فعال شي.

د دغه شرکت د پراختیا او اړیکو مسئول حسن شفیق احمد وویل هغوو کسانو چې دا اپلیکیشن یې په خپلو وسائیلو کې نصب کړی، اوس هم ترې کار اخیستلای شي.

دا اپلیکیشن داسې جوړ شوی چې قران په کې لوستل کېدای او اورېدل کېدای شي. شاوخوا دوه میلیون کسانو په چین کې دا اپلیکیشن کاروه او په ټولې نړۍ کې د دغه اپلیکیشن د کاروونکو شمېر ۴۰ میلیون ته رسېږي.

په همدې حال کې د انجیل (بایبل) د اپلیکیشن مسئولین هم وايي چې په چین کې یې د اپل له انلاین بازار څخه دا اپلیکیشن حذف شوی دی.

دوی وايي ورته ویل شوي دي چې د کتاب په بڼه د خپلو موادو د خپرولو لپاره ځانګړي جواز ته ضرورت لري.

د «آدیبل» د مشهور اپلیکیشن مسئولینو دا خبره کړې ده چې دا اپلیکشین له آپل سټور څخه حذف شوی دی. آدیبل د «قران» او «انجیل» په ګډون یو شمېر کتابونه په متن او غږ کې خپلو پېرودونکو ته وړاندې کوي.

د امریکا د اسلامي اړیکو شورا د اپل شرکت دا اقدام غندلی او وايي چې په دې کار سره یې چین د دې جوګه کړی چې مسلمانان او د نورو مذهبي ډلو پلویان وځوروي. دې ټولنې د دغې پرېکړې د لغوه کېدو غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې د مایکروسافټ شرکت څو ورځې مخکې وویل چې په چین کې د ننګوونکي او له ستونزو ډک چاپیریال له کبله یې هلته د «لنکډان» اپیلیکشن فعالیت درولی دی.

د چین حکومت له ډېر وخت راهېسې هڅه کوي چې انټرنټي خدمتونه او انلاین معلومات کنټرول کړي.