شاته

کشمیر که بل څه؟ هند ولې د طالبانو په واکمنۍ اندېښمن دی؟

طالبان د اګست په میاشت کې په کابل واکمن شول او سره لدې چې دې ډلې ویلي هیڅ یوې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د کوم ګاونډي یا بل هیواد په ضد وکاروي خو د هند صدراعظم نریندرا مودي په همدې اوونۍ کې د نړي له مشرانو سره د طالبانو د واکمنۍ په اړه خپله اندیښنه شریکه کړله.

ښاغلي مودي د ایټالیا پایتخت روم کې د جي-۲۰ هیوادونو مشرانو ته په وینا کې وویل چې "افغانستان د ترهګرۍ او سخت دریځۍ په خوندي ځای د نه بدلیدو لپاره نړیوالو هڅو ته اړتیا شته. "
ښاغلي مودي خپله همدا اندیښنه د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن سره هم په ملاقات کې شریکه کړې. د هند صدراعظم د سپټمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته وویل چې "هیڅ یو هیواد ته باید اجازه ورنکړل شي چې افغانستان د خپلو خودغرضه ګټو لپاره وکاروي."

ویل کیږي چې د ښاغلي مودي اشاره ګاونډي پاکستان ته وه چې د ۱۹۹۶ نه تر ۲۰۰۱ پورې چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني وه، پاکستان یې یو تر ټولو مهم ملاتړ کوونکی و.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته کشمیر کې بریدونه زیات شوي

هند اندیښمن دی چې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمن کیدو وروسته به یو ځل بیا کشمیر ته وسلې او وسله وال ورمات شي.

د هند د پوځ لوی درستیز جنرال ام ام ناراواني پدې هکله څه موده وړاندې ویلي و چې " د تیر څخه مونږ دا زده کړي کله چې د طالبانو پخوانی رژیم په واک کې و، مونږ په جمو او کشمیر کې هغه ترهګر هیر کړي و چې سرچینه یې د افغانستان څخه وه. "

د هند دې پوځي چارواکي همدارنګه ویلی چې "د ګمان کولو لپاره دلایل شته چې ښایي بیا همداسې یو څه پیښ شي. "

د اګست د میاشتې د ۱۵ مې نیټې راپدیخوا چې طالبانو په افغانستان کې واک تر لاسه کړی، په کشمیر کې یاغیانو په ملکي خلکو او پولیسو بریدونه ډیر کړي. د هند امنیتي ځواکونو په کشمیر کې د یاغیانو د پټیدو په مرکزونو چاپې ډیرې کړي او د هند او پاکستان تر منځ د یاغیانو د داخلیدو پیښې هم ډیرې شوي.
راپورنه وایي چې په همدې مودې کې شاوخوا ۴۰ کسان په ډزو او شخړو کې وژل شویدي.
سره لدې چې هند د دې تاوتریخوالي د زیاتیدو ملامتي په افغانستان کې د طالبانو په واکمن کیدو نده اچولې خو د سیمې اوسیدونکو د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې هندي ځواکونو د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر سره نږدې امنیتي ګزمې ډیرې کړي او پوځي پوستو ته یې کمکي عسکر او لا ډیر تجهیزات استولي دي.
د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې د ۲۰۱۹ کال راپدیخوا چې د دې سیمې د نیمه خپلواکۍ حیثیت واخیستل شو، د مظاهرو کول تقریباً نا ممکنه دي خو داسې ویل کیږي چې یو شمیر کشمیریانو په پټه په افغانستان کې د طالبانو په کامیابیدو خوښي څرګنده کړې او وایي چې یوه ورځ به هغوي هم کامیابیږي.

د کشمیر د سرینګر په ښار کې یو دکاندار چې غوښتل یې نوم یې په راپور کې ذکر نشي د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي، " که هغوي (طالبان) د نړۍ تر ټولو لوي پوځي ځواک ته ماتې ورکولی شي، مونږ هم دا امکان ګورو چې آزادي به وګټو."

یو بل کشمیر وسله وال چي د ۱۹۹۰ په لسیزه کېپه افغانستان کې د جګړې لپاره روزل شوی او هلته یې جګړه هم کړې، وایي چې "په افغانستان کې د "طالبانو کامیابۍ زمونږ خوځښت ته اکسیجن ورکړی. "