شاته

د برتانيې د پارلیمان د غړي د وژنې پېښه ترهګر برید دی، پوليس وايي

د برتانیې پوليسو د خالي/ شنبې په ورځ ويلي، د برتانیې د پارلیمان غړی چې د جمعې په ورځ څو ځله په چرچ کې په چاکو وهل شوی او بيا د جمعې په ورځ مړ شوی وو دا ترهګر بريد وو.

د برتانوي د پارلیمان غړی 69 کلن ډېوېډ اېمس د کنزروېټو ګوند غړی او د انګلېنډ د جنوب لويديځ د اېسکس استازی وو.

د چاراکو په وېنا په هغه باندې د جمعې په ورځ هغه وخت برید شوی چې هغه د خپلې په دوره وو.

د خالي په ورځ د برتانيې مېټرو پولېټن پوليسو ويلي، د پېښې په اړه پلټنې په ابتدايي پړاو کې دي او دا بريد په ممکنه توګه د اسلامي سخت دريځۍ څرګندونه کوي.

د خبري ادارو (رویټرز او اې پي ترمخه) پوليسو د هغه 25 کلن تن پېژندګلو نه ده ښکاره کړې څوک چې په دې پېښه کې نيول شوی دی.

د برتانیې وزیراعظم بورس جانس ویلي، د سر ډېوډ اېمس په مړينه يې زړه د خفګانه ډک دی. هغه ډېوډ د يو تکړه سياستوال په نوم ياد کړی دی او د هغه په ځناورو د ظلم پای ته رسولو د هڅو يادګېرنه یې کړې ده.

ډېوډ د 1983 نه د پارلیمان غړی او د پينځه بچو پلار وو.

اېمس د برتانيې دوېم غړی دی چې په پينځه کاله موده کې ووژل شو. پينځه کاله وړاندې جو کوکس نومې د پارلیمان غړی وژل شوی وو.