شاته

دجنوبي وزیرستان اوسیدونکو دانټرنیټ دنشتوالي په ضد احتجاج پیل کړی دی

د قبايلي ضلعې جنوبي وزيرستان اوسیدونکي وايي په سيمه کې د تيرې یوې میاشتې راهسې انټرنېټ بند کړی شوی دی، چې له امله یې د سیمې د خلکو په رابطو، کاروبار او په ځانکړي ډول زدهکونکو ته تعلیمې زدکړو کې ستونزې رامنځته شوي دي.

په سیمه کې انټرنېټ له هغې وروسته بند کړی شوی چې په 15م ستمبر د جنوبي وزيرستان په لدها تحصيل کې په يو ترهګر برید کې اووه پاکستاني پوځي سرتيري وژل شوي وو.

د انټرنیټ بندیدو پرضد د پاکستان پیپلز ګوند لخوا د ضلعې مرکز واڼا کې دپوځي قلعې مخې ته احتجاجي پرلت پیل کړل شوی. او د انټرنیټ د بحالې غوښتنه کوي.

د پیپلز ګوند جنوبي وزیرستان مشر امان الله وزیر وویل یوه میاشت کیږي چې په علاقه کې انترنیټ تړل شوی دی .

وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل د انټرنیټ بندیز له امله عادي ژوند په ټپه ودریدلی. کاروبار نیمه په نیمه ټیټ شوی، د زده کوونکو د زده کړو پروسه یې متاثره کړې او د بهر ملکونو کې میشتو مسافرو کورنیو سره رابطې پرې شوې دي.

هغه زیاته کړه دويي بیا بیا د حکومتي چارواکو سره لیدلي خو دوي ته په دې اړوند ځواب نه وویل کیږي دوی فکر کوي دا انټرنیټ امنیتي ادارو بند کړې ځکه د پوځي قلعې مخې ته احتجاج پیل کړې.

خو د ضلعې يو انتظامي چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه سره په خبرو کې وويل، په علاقه کې انټرنېټ د لوړ پوړو چارواکو په وینا بند کړل شوی او دوئ بيا هم د خلکو شکايت د لوړ پوړو چارواکو سره شريک کړی دی.

د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي د اسلام اباد اسلامیه پوهنتون یو زده کوونکی عمر وزیر وایي په داسې وخت کې انترنیټ بند کړی شوی چې د لسم او دولسم ټولګي نتيجې راغلي او نوې داخلې کیږي چې زياتره انلاين دي،

دهغه په وینا انټرنېټ بند دی زده کوونکي د سختو ستونزو سره مخ دي.

هغه وویل د کرونا وبا له امله زیاتره د زده کړو عمل د انټرنیټ د لارې ترسره کیږي. د انترنیټ بندیز له امله هلکان نږدې ضلعو ته لاړ شي خو جینکۍ بیا نه شي کولی چې د انترنیټ د بندیز په وجه دوئ ان لاین زده کړې وکړي.

هغه وويل د ناامنۍ پېښې په ټول ملک کې کيږي خو بل ځائ خو چرته اسانتیاوې نه دي بندې کړی شوي ځکه دوئ غوښتنه کوي چې په علاقه کې دې په سمدستي ډول انټرنېټ په ځای کړی شي.

په سيمه کې امنيتي سرچینو وي او ای ډيوه ته ويلي چې په علاقه کې د امنيت په خاطر انټرنېټ بند کړی شوی اوس د لټونې عمليات پېل کړی شوي او هڅې روانې دي چې د بدامنۍ مخنيوی وشي انټرنېټ به بيرته په ځای کړی شي.

په جنوبي وزيرستان کې انټرنېټ نزدې يوه میاشت وروسته له هغې فعال کړی شوی ؤ چې د پاکستان وزيراعظم عمران خان په 20مه فرورۍ په جنوبي وزیرستان کې د انټرنېټ فعالولو اعلان کړی ؤ.

د پاکستان وزیراعظم په نورو قبايلي ضلعو کې هم د انټرنېټ فعالولو ژمنه کړې وه خو په شمالي وزيرستان کې تراوسه پورې انټرنېټ نشته او په پاتې قبايلي ضلعو کې هم ځايي خلک شکايت کوي چې انټرنېټ یې په سیمو کې کار نه کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.