شاته

د روسیې اؤ طالبانو خبرې راتلونکې اوونۍ پیل کیږي خو روسیه وایي دپرمختګ هېلې ترې نشته

افغانستان دپاره د روس د صدر ولادیمیر پوټن ځانګړی استازی وایي د طالبانو اؤ روسیې ترمنځ خبرې اترې راتلونکې اوونۍ ماسکو کې کیدونکي دي خو هغه وایي چې دې خبرو کې دکوم مهم پرمختګ هېله نه شته.

د ښاغلي ضمیر کابلوف وینا ده چې دطالبانو سره به د روسي چارواکو داخبرې د راتلونکې چهارشنبې د ورځې نه پیل کیږي خو هغه وایي مونږ پوهیږو چې دا یو اوږد عمل دی اؤ په سمدستي توګه پکې د پرمختګ هېلې نه شي کیدای.

رایټرز خبري شبکې د روسي رسنیو له خولې خپل رپورټ کې لیکلي چې کابلوف دچهارشنبې د ورځې نه ماسکو کې طالبانو سره دخبرو پیل کیدو پخلی خو کړی خو دا یې نه دي ویلي چ دطالبانو ډله کې به کوم ،کوم مشران شامل وي.

کابلوف ویلي د غونډې نه یوه ورځ وړاندې به د روس ،امریکې چین اؤ پاکستان د چارواکو ترمنځ ماسکو کې یوه جلا لیدنه کیږي ترڅو په دغه لیدنه کې دافغانستان دننه دبدل شوي وضعیت په اړه د یادو هیوادونو چارواکي یوه ګډه تګلاره خپله کړل شي.

د وي او ای اردو د رپورټ له مخې روسیې دمارچ میاشت کې غوښتل دافغانستان په اړه یو نړیوال کانفرانس جوړ کړی ؤ چې پکې روس،امریکې،چین اؤ پاکستان برخه اخستې وه .

ددغه کانفرانس په ګډه اعلامیه کې افغانستان کې په جګړه بوخت ټولو خواؤ باندې غږ شوی ؤ چې د جنګ جګړو نه په لاس اخستو باید دامن تړون ته غاړه کښېږدي.

دهغې راپدیخوا امریکې اؤ ایتلافیانو یې افغانستان کې خپله شل کلنه جګړه پائ ته رسولې،خپل ځواکونه یې له افغانستانه ویستلي اؤ طالبانو په حکومت قبضه کړې ده.

د رپورټ ترمخه اوس روسیه دا فکر لري چې چرته داسلامي تندلاریتوب اثر په هغه ټوله سیمه کې خور نه شي چې پکې دپخواني شوروي ایتلاف د منځنۍ ایشیا هیوادونه دي اؤ روسیه دا هیوادادونه دخپلې دفاع دپاره جنوبي سرحد یا پوله ګڼي.

په افغانستان دطالبانو له قبضې وروسته روسیې تاجکستان کې ګډ پوځي تمرینات هم کړي دي.

بل لوري ته دطالبانو یو لوړپوړی پلاوی دا مهال دترکي په سفر دی اؤ دغلته یې د ترک چارواکو سره په یو لړ مهمو مسلو اؤ موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

طالبان هڅه کوي چې نړۍ دهغوئ حکومت باید په رسمیت وپیژني خو تر اوسه دپاکستان په ګډون یو هیواد هم د هغوئ حکومت په رسمیت نه دی منلی اؤ دطالبانو نه غوښتنې کوي چې خپل حکومت ته پراخه بنسټه یا ټول شموله بڼه ورکړي اؤ دښځو،لږکیو اؤ زلمو حقوق دې خوندي کړي.

دا مهال دطالبانو حکومت کې یوازې هم دهغوئ خپل خلک شامل دي اؤ په هغوئ کې هم ځینې کسان هغه دي چې دملګرو ملتونو په تور نوملړ کې یې نومونه راغلي اؤ امریکا یې هم تیرو وختونو کې په سرونو انعامونه ویستلي وؤ