شاته

ایا طالبان به افغانستان کې دداعش مخه ونیولی شي؟

په پاکستان کې څېړونکي وايي د افغانستان په کندوز او بيا په کندهار ولایتونو کې د داعش واسله والې ډلې لخوا د اهل تشيع پر جوماتونو پرله پسې بریدونه دا ښايي چې دغه تندروه ډله د افغانستان ننګرهار او کونړ پورې محدوده نه ده بلکې توان لري چې د هېواد په هره برخه کې خپل فعاليتونه ترسره کړي.

د څېړونکو په وینا د اهل تشيع په جوماتونو دبریدونو کولو مقصد دادی چې په افغانستان کې د سني او شعيه مسلک خلکو ترمنځه مذهبي شخړې پېدا شي۔

دوئ وايي که داسې وشول نو خراب اثر به يې د ګاونډي هېوادونو سره ،سره په خليجي هیوادونو هم پرېوځي۔

د خبري ادارو ترمخه د افغانستان په کندهار کې پرون د جمعې په ورځ داهل تشيع پر جومات د بريد زمه وارې داعش واسله والې ډلې اخېستې ده۔

په دغه بريد کې څه د پاسه 40 تنان مړه شوي او خواوشا 70 نور تنان ژوبل شوي دي۔

په افغانستان کې د داعش پرله پسې حملو په اړه په پېښور کې مېشت خبريال ارشد يوسفزئ وايي دغه بريدونه ښايي چې داعش د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې د فعاليتونو ترسره کولو توان لري او ددې واسله والې ډلې مخنيوی اوس د افغان طالبانو له پاره يو لويي چېلنج دی۔

" داعش چې کومې حملې کوي نو دې نه دا مالومېږي چې داعش یوازې په کونړ يا ننګرهار کې موجود نه دي، بلکې د دوئ لاس رسی نور ولايتونو ته هم شته دی، څنګه چې مونږه په کندوز او پرون په کندهار کې دا پېښه وليدله"

هغه وایي "زه فکر کووم چې د افغانستان اسلامي امارت چې کوم نظر لرلو چې ګويا داعش خو موجود دی خو دومره قوت نه لري چې هغه به څه خطره جوړ کړي، هغه خبره اوس غلطه ثابېتېږي له بده مرغه ،او د افغانستان اولس لپاره او د افغانستان اسلامي امارت لپاره د داعش خطره ډېره زياته ده"

دې نه وړاندي په کندوز ولایت کې هم د اهل تشيع پر جومات د بريد مسوليت داعش ډلې پغاړه اخستې ؤ ، په دغه بريد کې 55 کسان وژل شوي او تر 100 پکې ژوبل شوي وؤ.

د څېړونکو په وېنا په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې خواوشا 2،500 غړي شتون لري چې پکې د عربو ترڅنګ د تحريک طالبان پاکستان او حقاني شبکې پخواني غړي هم شامل دي۔

د پېښور پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې استاد ډاکټر خورشيد خان وايس اف امريکا ډيوه نيوز ته وايي دداعش لخوا د اهل تشيع پر جماعتون حملې د افغانستان دننه او بهر د سني او شعيه مسلک دخلکو ترمنځه دشخړې پېدا کولو پلان دی۔

" په دې وخت کې داسې رقم چاودنې کول طالبان هم دوئ ښکاره کوي په دې طريقې سره چې طالبانو کې ډېر زيات داسې سخت ګيره خلک دي چې هغه د اهل تشيع ډېر زيات خلاف دي، نو دغه سخت ګيره خلک دوئ د طالبانو به ځان ته را اړوي"

ډاکټر خورشید زیاتوي "که مونږ دا وګورو چې مذهبي شخړې شروع شي نو دا به پاکستان، ايران او سعودي عرب هم خراب کړي، نو د اهل تشيع پرضد سوچ دوئ (داعش) اوس راوړي افغانستان ته، په دې کې به دوئ ته ډېر خلک خپلو لیکو کې ننویستو ته په لاس ورشي"

نوموړي زياته کړه که چېرې طالبان د نړيوالې ورورولۍ د ټول شموله حکومت جوړولو او د بشري حقونو خوندي کولو په اړه غوښتنو عملي کولو کې مخلص وي نو بيا نړيوال قوتونه کولی شي چې د داعش او نورو وسله والو ډلو پرضد د طالبانو سره کومک وکړي۔

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ وروسته داعش ډلې پر طالبانو او شیعه مسلمانانو ګڼ شمېر بریدونه کړي دي

داعش د اګست پر 26مه په کابل کې د هغه خونړي برید ذمه واري هم منلې وه چې پکې د 13 امریکایي پوځیانو په ګډون تر 170 څخه زیات افغانان وژل شوي وؤ۔

بلخوا د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور د وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د اکتوبر په 14مه وي او اې ته په ځانګړې مرکه کې ویلي وؤ، د دوئ ځواکونه د داعش ډلې په ریښو موندلو پسې دي او په تېره یوه نیمه اوونۍ کې یې ددې ډلې ګڼ کسان نیولي او د هغوی خوندي ځالې یې ویجاړې کړي دي

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د سیمې د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.