شاته

افغانستان کې دخپل رول پټولو دپاره پاکستان اوس غواړي پښتانه نړۍ ته ترهګر معرفي کړي،دڅېړونکو نظر

ډاکټر عرفان اشرف وويل چې کله نه افغانستان کې طالبانو واک ترلاسه کړی د هغې راپدیخوا د پاکستان وزير اعظم عمران د رياست يوه بيانيه وړاندې کوي چې ګنې کابل کې بدلون راغلی دا د پښتنو علاقایي بدلون دی او دې کې پاکستان هيڅ قسمه لاس نه لري او طالبان او پښتانه قامپرسته يو خلک دي۔

په ټولنيزو رسنيو، مطبوعاتو او د سياسي کارکنانو ترمینځه اوس هم په دې خبره بحث روان دی چې د عمران خان لخوا پښتنو ته د طالبانو خواږي ويل به په راتلونکي کې څه اثرات ولري؟

د پېښور پوهنتون د جرنلزم څانګې استاذ ډاکټر عرفان اشرف په روستيو کې د انګريزۍ ژبې ورځپاڼه ډان کې د پښتون، رياست او قامپرستۍ په نوم یو مضمون ليکلی دی اؤ هغه وي او ای ډیوه ته وایي پښتانه که يو خوا د ترهګرۍ ښکار دي نو بلخوا نړۍ ته د ترهګرو په توګه ورپيژندل کيږي.

ډاکټر عرفان اشرف وويل چې کله نه افغانستان کې طالبانو واک ترلاسه کړی د هغې راپدیخوا د پاکستان وزير اعظم عمران د رياست يوه بيانيه وړاندې کوي چې ګنې کابل کې بدلون راغلی دا د پښتنو علاقایي بدلون دی او دې کې پاکستان هيڅ قسمه لاس نه لري او طالبان او پښتانه قامپرسته يو خلک دي۔

نوموړي وويل چې عمران خان د رياست داسې بيانيه خپروي چې ګنې د امريکي په افغانستان د بريد نه وروسته پښتانه راا وچت شوي او ډيرو خلکو طالبانو کې ګډون وکړو کومو چې امريکي ته ماتې ورکړه او کابل يې ونيولو.

خو ډاکټر عرفان اشرف وايي چې د عمران خان دا خبره بې بنياده ده ځکه چې د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پاکستان رياست د امريکا ملاتړ کړی او پاکستان په دې په بیلینونو ډالره د امريکي نه امداد اخستی دی۔

عمران خان د مډل ايسټ ایي نومې ادارې سره څو ورځې وړاندې خپلو خبرو کې ويلي وؤ امريکې په افغانستان حمله وکړه او پاکستان يې اتحادي شو نو"د ډېورنډ دې اړخ ته پښتانه د پولې د پورې غاړې پښتنو سره پوره خواخوږي جوړ شو، د مذهب له وجې نه، بلکې د پښتونولۍ او قوميت په بنياد، کومه چې ډېره کلکه ده او کله چې مونږ (پاکستان) د امریکا اتحادي جوړ شو نو دوئ زمونږ مخالفه شو، دوی مونږ ته د امریکا ملګري وويل او د پاکستان په رياست یې بريدونه پېل کړل او ځان ته یې پاکستاني طالبان ويل پېل کړه۔

پخپله دپاکستاني طالبانو تحریک هم د عمران خان دا بیان رد کړی چې ګنې دهغوئ تحریک کومه دقامپرستۍ بڼه لري اؤ پخپل یو بیان کې یې ویلي چې دټي ټي پي په لیکو کې دپاکستان دټولو قامونو خلک شامل دي.

ډاکټر عرفان اشرف وايي پښتانه د طالبانو سره خواږي ښودل د دوئ څېرې ته په نړيوال کچ ډير زيان رسوي او په نړيوال کچ ورته د يو ترهګر په سترګه کتل کيږي

عرفان اشرف زياتوي چې په افغانستان کې پاکستان کوم رول لوبولی د هغې پټولو د پاره پاکستان اوس پښتانه نړيوالو ته ورمخي ته کوي چې دوئ د ترهګرو ملاتړ کړی دي۔

د پاکستان وزير اعظم عمران خان دې نه وړاندې هم د ملګرو ملتونو يوې غونډي ته خپله وینا کې ويلي وؤ چې پښتانه د طالبانو خواخوږي دي۔

د پښتنو ملتپاله سياسي ګوندونو مشرانو د عمران خان ددې خبرو غندنه کړې او غوښتنه يې کړې ده چې عمران خان دې په خپلو دغو بيانونو بخښنه وغواړي خو د عمران خان لخوا لا هم دغه غوښتنو ته څه ځواب نه دی ویل شوی۔