شاته

امریکا د کابل هوايي برید کې د وژل شویو کورنیو ته تاوان ورکوي

د امریکا متحده ایالات په کابل کې د هوايي برید په ترڅ کې د وژل شویو لسو افغانانو کورنۍ ته پیسې ورکوي.

د اسوشېټيډ پرس خبري آژانس د راپور له مخې د امریکا دفاع وزارت ویاند جان کربي ویلي چې له کابل څخه امریکا ته د یادې کورنۍ د پاتې غړو د بېولو په اړه هم د بهرنیو چارو وزارت سره خبرې پیل شوي دي.

ښاغلي کربي زیاته کړې چې په سیاسي چارو کې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال کالین کال د تغذیې او ښوونې د غیر انتفاعي بنسټ له مشر استیون کوون تیره پنجشنبه په دې اړه خبرې کړي دي.

نوموړي نه دي ویلي چې د امریکا متحده ایالاتو لخوا د وژل شوو کسانو کورنۍ ته څومره پیسې ورکول کیږي.

د امریکا متحده ایالاتو له افغانستان څخه د تخلیې پروګرام په وروستیو کې د اګست پر ۲۹مه د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې پر یو کور هوايي برید وکړ.

په لومړیو امریکایي چارواکو ویلي وو چې برید یې د داعش په غړو کړی چې غوښتل یې هوايي ډګر باندې برید وکړي.

دا هوايي برید یوه ورځ وروسته تر هغه تر سره شوو چې د کابل هوايي ډګر ته نژدې د داعش په ځانمرګي برید کې د ۱۳ امریکايي سرتیرو په ګډون ۱۷۰ ملکي افغانان ووژل شول.

د امریکا متحده ایالاتو په لومړیو کې وویل چې په دغه هوايي برید کې د داعش ډلې غړي او پر کابل هوايي ډګر د ځانمرګي برید عاملین یې په نښه کړي دي.

خو وروسته داسې راپورونه خپاره شول چې په دغه برید کې ملکي وګړي په نښه شوي دي.

تر هغه وروسته د امریکا متحده ایالاتو په دې اړه د څېړنو امر وکړ او تر څېړنو وروسته معلومه شوه چې په دغه هوايي برید کې په غلطۍ سره ملکي وګړي په نښه شوي دي.