شاته

پښتنه درانۍ: برخلیک مو نه دی معلوم، زمونږ د پوښتنو ځواب به څوک وايي؟

په افغانستان کې ۲۷ ورځې کیږي چې د جینکیو ثانوي (متوسطه) ښوونځي او لیسې تړلي دي او د انساني حقونو ادارې اېمنسټي انټرنېشنل پر طالبانو غږ کړی چې په سمدستي ډول دې د نجونو سکولونه پرانیزي.

د اېمنسټي انټرنېشنل مشرې اګنس کالامار د طالبانو روان سیاست تبعیضي، ناعادلانه او له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې بللی.

په افغانستان کې دا مهال یوازې هلکان خپلو زده کړو ته دوام ورکوي او په میلیونونو انجونې سکولونو د تړل کېدو په سبب په کورونو ناستې دي.

په افغانستان کې د (لرن) تعلیمي ادارې مشره پښتنه درانۍ وايي دا مهال ډیر کارونه یې په ټپه ولاړ دي او دفتر ته د تللو اجازه هم نه لري. هغه وايي مېرمنې ښوونکې یا استادانې هم اجازه نه لري چې ښوونځي ته لاړې شي او یا خپل کار ته دوام ورکړي او د یوه مبهمه راتلونکي سره مخ دي.

پښتنه درانۍ
پښتنه درانۍ

مېرمنې درانۍ وویل "زه د یوې افغانې ښځې په توګه نه خو خپل پوهنتون ته تللی شم ځکه چې پوهنتون مې تړلی دی، نه هم ‍کار ته د تلو اجازه لرم او دا هم نه ده راته معلومه چې مونږ به دا اجازه ولرو چې بیرته کار ته ولاړې شو؟ کله به دا اجازه راکړي؟ او څه رقم به اجازه راکړي؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي چې یو څوک یې هم تر اوسه ځواب نه لري."

مېرمن درانۍ وايي ۲۵ ورځې وشوې چې د دغو پوښتنو د ځوابونو په لټه کې د خپلې موسسې مرستال مشر د معارف ریاست ته ور استوي او پوښتنه کوي ایا مونږ ته اجازه شته او کنه؟ اغلې زیاتوي:

"د دغو پوښتنو ځواب لپاره په لټه یوو خو کله په ریاست معارف کې ریس نشته، او چې ریس وي بیا ځواب نه وايي او یا وايي کله چې د ښوونځیو بیرته پرانستو فیصله وشوه نو خبر به شئ."

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې امینه محمد ویلي دي چې د نړیوالې ټولنې له لورې دې د نجونو تعلیم د طالبانو د دولت د رسمي پېژندلو لپاره یو اساسي شرط وي.

ملاله فنډ چې په نړۍ کې د جینکو د تعلیم لپاره یو کارکونکی تنظیم دی وايي د افغانستان په بیلا بیلو ولایتونو کې یې په تیرو څو کلونو کې تر دوو میلیونو ډالرو ډیر لګښت کړی.

ضیاالدین یوسفزی او ملاله یوسفزۍ
ضیاالدین یوسفزی او ملاله یوسفزۍ

د بشري حقونو او تعلیم لپاره مبارز او د ملالې یوسفزۍ پلار ضیاالدين یوسفزی وايي ملاله یوسفزۍ په افغانستان کې د جینکیو د تعلیم په لړ کې ګامونه اخلي او ملګرو ملتونو ته یو پرانستي خط باندې هم کار کوي.

ښاغلی یوسفزی وايي:د "ملاله فنډ له لارې چې مونږ د نړۍ کومو هېوادونو کې کار کوو په هغو کې افغانستان یو مهمه هېواد دی چیرې چې د جینکیو تعلیم مسله ډیره لویه ده. مونږ د افغانستان په پروان، کندهار، ننګرهاراو پکتیکا ولایتونو کې کړی کوم چې د حج او اوقاف وزارت له لارې شوی. همداراز د ځايي تنظیمونو سرهد ښځو استادانو د ټریننګ یا روزنې په لړ کې، په رېډیو پروګرامونو کې او داسې نور پرمختیايي فعالیتونه کړي. خو له بده مرغه کله چې طالبان راغلل نو زمونږ د تنظیم غړي او هغو کسانو چې دغه کارونه پر مخ بیول هلته نشو پاته کیدای. نو مونږ ډیر زیان."

ښاغلی یوسفزی وايي طالبانو خپل د تېرې دورې رویه خپله کړې او د ښځو د تعلیم لپاره بهانې کوي، او تر تېر ځل هم بدتر شوي.

ښاغلی زیاتوي "طالبانو هماغه دي، که څه هم رسنیو د سترګو لپاره لږ بدل شوي خو په عمل کې هماغه پخواني ېالبانو دي او تر هغه هم ځکه بدتر شوي چې پخوا خو حد اقل د ویرې نه امن وو خو اوس هره اونۍ یو برید هم ورسره کیږي او پکې بېګناه خلک وژل کیږي. "

طالبان لا هم جونو ته اجازه نه ورکوي چې له شپږم ټولګي څخه پورته ښونځیو ته ولاړې شي خو هلکان یې زده کړو ته پرېښي دي.

ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د اطلاعاتو کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد د امریکا غږ انګلیسي څانګې سره په مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې جونې ښونځیو ته نه پرېږدي وویل:

"تر اوسه امریکا په څرګنده توګه کومه غوښتنه نه ده کړې. دوی یواځې د ښځو او بشري حقونو په اړه اندېښنه ښودلې او مونږ ورته ډآډ ورکړی چې مونږ به یې د اسلامي اصولو په رڼا کې باوري کوو. تر اوسه پورې مونږ په دې پالیسې باندې کار کوو.‌ مونږ نه دي ویلي چې جونې به ښونځیو ته نه ځي. مونږ د یو پلان په جوړولو باندې کار کوو او هیله لرو دا مسله به ژر حل شي."

ملګرو ملتونو په ګډون د بخښنې نړیوال سازمان د تکرار برسېره چې د جینکیو د ښوونځیو د پرانستو غوښتنې تکراروي، طالبان په دې موضوع کومه نوې خبره نه ده کړي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed