شاته

امريکې دعوه کړې د داعش افريقن مشر وژل شوی

د امریکې د سپينې ماڼۍ او بهرنيو چارو وزارت د جمعې په ورځ (15 اکتوبر) ويلي، په نايجيريا کې په تېزۍ سره خورېدونکې د داعش ډلې مشر وژل شوی دی.

ويل شوي د داعش د لويدیځې افريقايي صوبې مشر ابو موساب البرناوي وژل شوی خو ځينو بيا ويلي دا چې دغه خبر څومره قوي دی، دا به د وخت نه وړاندې وي.

يو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وي او اې ته ویلي، دوی په دغه راپورونو خبر دي خو له دې وړاندې ځينې داسې خبرونه مخې ته راغلي چې بيا نه وو تاييد شوي.

چارواکي ویلي، داعش اوس هم په لويديځه افريقه کې د سیمې د سولې او ثبات دپاره خطره ده.

د البرناوي د وژنې خبر لومړی د نايجيريا د دفاع وزیر جنرل لکي ارابر په خبري غونډه کې ورکړی وو.

هغه ويلي وو په مستند ډول تاييدولی شي چې ابو موساد مړ دی، خو په دغه اړوند يې نور تفصيل نه وو ويلی.

ځينې مطبوعاتو خبر ورکړی چې البرناوي د مخالفه ډلې سره په نښته کې وژل شوی خو دغه راپورونه د ازادو سرچينو څخه نه دي تاييد شوي.

البرناوي د محمد يوسف زوی دی، چا چې د بوکوحرام ډله جوړه کړې وه. په کال 2016 کې چې کله بوکو حرام ډله ماته شوه او په داعش کې شامله شوه، البرناوي یې مشر جوړ کړی شوی وو.

امریکې په کال 2018 کې البرناوي د ترهګرو په ځانګړي نوملړ کې شامل کړی او هغه يې د امريکا د ملي امنیت دپاره خطر ګرځولی وو.

د البرناوي په مشرۍ داعش د کلونو پورې په لويديځه افريقه کې د بوکوحرام سره جنګېدلې چې د نايجيريا چاډ سيمه په لاس کې واخلي. او اخر چې د مې يې په میاشت کې يې چې کله د سمبيسا په غرونو کې د بوکرام مشر ابوبکر شيکاو ګېر کړو، لاس برې شوې وه.

د داعش سره تړاو لرونکو اکاونټونو او وروسته بيا د نايجيريا او امریکا چارواکو تاييد کړې وه چې شيکاو ځان په خپله وژلی وو په ځای د دې چې ځان يې ژوندی ورکړی وی.

د امریکايي چارواکو په وېنا د شيکاو د مرګ نه وروسته داعش ډله په تېزۍ سره په لويديځه افریقه کې خوره شوې.

د راپورونو ترمخه په لويديځه افريقه کې د داعش ډلې غړي د 2500 نه تر پينځه 5000 پورې دي.

امریکايي استخباراتو هم په لويديځه افريقه کې د داعش د سېوا کېدو خبرداری ورکړی وو.