پاکستان کې پټرول 10 روپۍ 49 پېسې نور ګران شو
په پاکستان کې د پټرولو قيمت يو ځل بيا سېوا کړی شوی او دې ځل له د يو ليټر پټرولو قيمت 10 روپۍ او 49 پېسې ګران کړی شوی چې ورسره يو ليټر پټرول 137 روپۍ او 79 پېسو ته رسېدلي دي.
د پاکستان د خزانې ډويژن ويلي نوي قيمتونه به هم د نن خالي/ شنبې د ورځې (16 اکتوبر) نه عملي وي.
د سرکاري اعلاميې ترمخه د هايي سپيډ ډيزلو په يو ليټر 12 روپۍ او 44 روپۍ سېوا کړی شوي او نوی قيمت يې 134 روپۍ او 48 پېسو ته رسېدلی دی.
د خاورو تيل د ليټر په سر 10 روپۍ 95 پېسې ګران کړی شوي چې ورسره د یو ليټر قيمت 110 روپۍ 26 پېسو ته ختلی دی.
د لايټ ډيزلو په يو ليټر قيمت کې 8 روپۍ او 84 پېسې زياتې کړی شوي او نوی نرخ يې 108 روپۍ او 35 پېسې شوی دی.
په اعلامیه کې ويل شوي چې په نړيوال مارکيټ کې د کال 2018 د اکتوبر نه وروسته د يو بېرل تیلو قيمت 85 ډالره سېوا شوی دی.
پوره يوه میاشت وړاندې پټرول پينځه روپۍ ګران کړی شوي وو.
په ټولنيزو رسنیو د پاکستان تحریک انصاف په حکومت نيوکې شوي چې د تیلو قيمتونه یې د تاريخ تر ټولو لوړې کچې ته رسولي دي.