شاته

د وردګو په سیدآباد کې د جګړو ورانی او اقتصادي ستونزې

د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ د ملي خیلو کلی چې د امریکایانو، پخواني افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د جګړې اوله کرښه وه د جنګونو پروخت یې سخت زیان لیدلی او د جنګ آثار اوس هم په کې لیدل کیږي.

ډاکټر شاه ولي همت چې د سید آباد په ولسوالۍ کې په یواځني روغتون کې کار کوي کلي ته راستون شوی چې خپل کور تر خپله وسه بیرته اباد کړي.

A Village in Wardak
A Village in Wardak

خو نوموړی راتلونکي ته په داسې حالت کې فکر وړی چې دمګړی نه یواځې په وردګو بلکه په ټول افغانستان کې د درملو، خوراکي توکو، د سونګ د موادو او کار روزګار کمی محسوس دی.

که څه هم په ټول افغانستان باندې د طالبانو له واکمنیدو دوه میاشتې تیریږي، د ملي خیلو اوسیدونکي له اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دي او نشي کولی چې خپل وران شوي کورونه بیرته ودان کړي.

ټول ویریږي چې په ژمي کې به له لازیاتو ستونزو سره مخ شي.

د درملو او خوراکي موادو ترڅنګ د څښاک د اوبو کمښت هم موجود دی، ځکه په ټول کلي کې یواځې یوه څاه ده.

کوم خلک چې بیرته راستانه شوي باید د څښاک اوبه له لرې ځایه راوړي.

ډاکټر همت وايي ټول کورونه د طالبانو او د پخواني حکومت د ځواکونو ترمنځ په جنګ کې ویجاړ شوي او یا یې سخت زیان لیدلی دی.

هغه وویل: " د اقتصادي مشکلاتو له امله، دلته هیڅ شی هم نشته. په خاصه توګه اوبه. دغه ټول د جنګ له امله شویدي."

هغه وايي د روغتون ۶۰ ډاکټرانو او کارکونکو له دریو میاشتو راهیسې معاشونه، نه دي اخیستي.

هغه زیاته کړه: " ما دلته ۱۱ کاله کار کړی چې ټول یې د جنګ په وخت کې و، له دې کار او دې محیط څخه سخت ستړی شوی یم، هیڅ څوک یې تصور نشي کولی چې څومره ستړی یم."

د افغانستان شتمنۍ د امریکا له خوا کنګل شويدي او د طالبانو حکومت یې له سخت اقتصادي مشکل سره مخامخ کړی دی.

تر هغه وخته چې دغه بندیز پرځای وي، نړیوال بانک چې یو وخت یې د افغانستان د صحي سکټور د مامورینو معاشونه ورکول، نشي کولی د صحي کارکونکو معاشونه ورکړي.