شاته

د طالبانو د رئیس الوزرا د مرستیال په مشرۍ یو طالب پلاوی ازبکستان ته روان شو

د طالبانو د رئیس الوزرا د مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو لوړپوړی طالب پلاوی په یو ورځني رسمي سفر نن ازبکستان ته روان شو.

د دغه پلاوي غړي انعام الله سمنګاني نن شنبه اکتوبر ۱۶ (تلې ۲۴) د کابل هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل چې په دغه پلاوي کې د چارو ادارې لوي ریاست،د روغتیا، اقتصاد، اطلاعاتو او فرهنګ، لوړو زده کړو، سوداګرۍ، فواید عامه او اوبو او انرژې وزارتونو او د افغانستان بانک او امنیتي او خصوصي سکتور استازي شامل دي.

نوموړي زیاته کړې چې یاد پلاوی به له ازبکستاني چارواکو سره د ترانزیټي، اقتصادي او ترانسپورتي مسائلو ترڅنګ د دواړو هیوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر ښه کولو خبرې وکړي.

طالبانو د یاد سفر په اړه یوې اعلامیې کې هم ویلي: "د خبرو اجنډا د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا،ترانزیټ، رېل پټلۍ، د برښنا ۵۰۰ کیلولټه لین او نور مسائل شامل دي."

د طالبانو د سرپرستې کابینې د ریاست الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د روانې تلې میاشتې پر ۱۶مه کابل ته د ازبکستان د بهرنیو چارو د زویر عبدالعزیز کاملوف د سفر پر مهال ویلي و چې ازبکستان له طالبانو سره ښه اړیکې لري او دغه اړیکې به په راتلوونکې هم دوام ولري.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته دخپل سفر په ترڅ کې له طالب چارواکو سره د کابل او تاشکند تر منځ د لویو اقتصادي پروژو په ځانګړي ډول د برېښنا پروژې، د اوسپنې پټلۍ او مزارشریف د هوايي ډګر د رغولو په اړه خبرې کړي وې.

د افغانستان په اړه د مسکو غونډه

بلخوا د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي چې ټاکل شوې د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ یو طالب پلاوی د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې ګډون وکړي.

نوموړي زیاته کړې چې ښاغلی حنفي به د یو شمېر هیوادونو له استازو سره د علاقې وړ موضوعاتو په اړه خبرې وکړي.

په مسکو کې د افغانستان په اړه غونډه ټاکل شوې د روانې اکتوبر میاشتې پر ۲۰مه نېټه تر سره شي.