شاته

د پاکستان لوړې ماليې او هوايي ټکټونه-اففانان يې وس لري؟

افغان سوداګر وايي په طورخم باندې پاکستاني چارواکو ته د يو ټن (28 منه) مڼو په سر 44000 روپۍ، د مڼو د یو ټرک په سر شپږ لکه روپۍ ورکوي او که یو افغان یا مسافر د کابل نه اسلام اباد ته د پاکستان هوایي شرکت پي ايي ای کې سفر کوي نو د یو ټکټ د عادي بیعې 30,000 روپو په ځای به 428,000 روپۍ ورکوي

د پېښور د ميوو په منډۍ کې افغان سوداګرو ويلي د پاکستان حکومت ته د يو ټن انګورو پاکستان لور ته د اړولو په سر 11,000 او د يو ټن انارو لپاره 13,500 روپۍ ماليه يا ګمرک ورکوي

د مڼو یو دوکاندار حاجي قاسم وايي په افغانستان کې یې د مڼو 20 باغونه اخیستي دي خو پاکستان ته د ټرکونو په رسېدلو کې د ځنډ له امله د تاوان سره مخامخ دی.

هغه وايي ترکونه یې څلور پنځه ورځې ایساریږي چې پکې بار د مڼو دوه یا درې سوه کڅوړې خرابې شي."مونږ دې کې حېران یوو څه چل وکوو دې سره."

په پېښور کې د کسټمز دفتر يو چارواکي وي او ای ډيوه ته د افغانستان نه پاکستان ته په تازه میوو د لګول شوو يادو ماليو يا ګمرکونو پخلی کړی خو نوموړي د نوم نه ښوولو خواست کړی دی.

پاکستان تر اوسه په افغانستان کې تر بل هر چا زیات د طالبانو د واکمنۍ کلک ملاتړ کوي او د وزير اعظم عمران خان په ګډون د هغه د کابینې یو شمېر وزیران د نړۍ نه اففانستان سره د بشري مرستو غوښتنه کوي خو د افغانانو لپاره د پاکستان په وس کې د ځینو اسانتیاو بیعې د 15م اګست وروسته په څو کرته لوړې شوي دي او دواړه غټې لارې_طورخم او چمن، تړلې پرتې دي.

افغان سوداګر وايي د طالبانو د واکمنۍ وروسته يې کاروبارونه او تجارت ګټه او کچه د زیاتو ګمرکونو او کړاونو له امله څو وارې ټيټه شوې ده.

وي او ای ډيوه ته په پېښور کې اففان تجارانو ويلي د 15م اګست وړاندې په میوو بار يو ټرک به د اففانستان نه تر پېښور منډۍ پورې په 24 ساعته کې رسېدو. اوس يو ټرک د څلورو نه تر پينځو ورځو پورې وخت اخلي.

تجاران وايي په لاره د ټرکونو د زيات ايسارولو له امله مېوې خرابېږي او د ګټې کچه یې لا نوره کمېږي.

افغانستان کې انار، مڼې لا هم کچه دي او د انګورو فصل يې اخیري پړاو ته رسېدلی. اففان کروندګر وايي د اوچکالۍ له امله انار د وخت نه مخکې شوکوي خو پاکستان سره تړلې لارې يې چېلنج دی

په کندهار کې د تازه مېوو د تاجرانو د اتحاد صدر ناني اغآ ای اېف پي خبري ادارې ته وویل پولې د تړل کېدو له امله د دوی کاروبار خراب شوی، په باغونو کې کارکوونکو 15000 مزدورانو ته ځواب ورکړی شوی ځکه چې د مېوې په شوکولو او په پېټو کې بندولو په سبب یې نقصان څو چنده زیاتېږي.

په چمن کې کاروباريان او د پولې دواړو خواو ته تجاران

وايي مقامي منډۍ د ايران مېوو نيولې ده چې يو کلوګرام انار يې تر 250 او د انګور کيلو يې په 200 روپۍ خرڅيږي.

دا وخت په مقامي منډۍ کې د قندهار تازه مېوې نشته او د قندهار د ارغستان ولسوالۍ يو بزګر حبيب الله ميډيا ته ويلي پخوا به يې د میوو موسم کې يواځې د انارو 100 ټرکونه د چمن د لارې استول خو اوس د تړلو لارو له امله ورته مېوه پرته ده.

د قندهار د سرې غټې دانې کاغذي انارو سره سره شينډوخاني او کېشميشي انګور په پاکستاني بازارونو کې ډېر مينه وال لري او بیعې يې د نورو نه لوړې وي.

تاجران وايي که هر څو هم د طورخم لاره خلاصه ده خو دومره وخت او مصرف پرې لګي چې هم مالونه خرابيږي او هم يې خرڅ د وسه اوځي.

د پي ايي اې ګران بیعه ټکټونه:

د افغانانو لپاره د پاکستاني اسانتیاو د لوړو بیعو بل مثال د پي ايي اې د کرایو دی. ياد هوايي شرکت د پرونه راسې د کابل او اسلام اباد تر منځ پروازونه ځنډولي ځکه طالبانو ورته ویلي چې د ټکټ بیعه کمه نه کړي نو پروازونه کولی نه شي.

د رايټرز خبري ادارې تر مخه پي اي اې د يو افغان يا مسافر نه د کابل او اسلام اباد د سفر په سر 428,000 روپۍ اخلي. وي او اې ډيوه ته په اسلام اباد کې يو خبریال طاهر خان ویلي چې خپله يې په 2000 ډالره د کابل-اسلام اباد ټکټ اخستې خو وايي یوې بهرنۍ خبریالې په 2700 ډالره هم ټکټ اخستې.

د مالي تاوان او یو شمېر جنجالونو سره مخ پي ايي اې د کابل او اسلام اباد د ټکټ بیعه د 15م اګست پورې نزدې 30,000 روپۍ وه. د ټکټ اوسنۍ بیعه يې دومره لوړه ده چې په دغو پيسو یو تن څلور واشنګټن او اسلام اباد ته تلی راتلی شي.

د لوړو بیعو لپاره د پي ايي اې دریځ دی چې اففانستان د جګړې زون (علاقه) ده او د کرايه ډېره برخه د بیمو شرکتونو ته ورکوي. دا خبره په کابل کې د پاکستان سفیر هم په یو ټويټ کې تکرار کړې ده.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان ویلي د افغانستان او پاکستان ترمنځ په مناسب قیمت د هوايي سفر په لړ کې د همکارۍ په اړه یې د ټرانسپورټ او هوايي چلند دپاره د طالبانو وزیر حمیدالله اخونزاده سره خبرې کړي دي.

پي ايي اې وايي چې تر اوسه يې د کابل نه 3000 کسان د پي ايي اې د لارې ويستلي دي. او که د یو ټکټ بيعه 2500 ډالره وي نو په دغه حساب پي ايي اې د 7,500,000 (اووه نیم) ملینه ډالرو ټکټونه خرڅ کړي دي.

يادونه: دې رپوټ لپاره په واشنګټن ډي سي کې بهروز خان هم معلومات ټول کړي دي